د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې ـ سرچینې


طالبانو ویلي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱ د شپې پر ۱۰:۰۰ بجو د تورخم سرحدي لار د هرډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده. (عکس ارشیف).
طالبانو ویلي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱ د شپې پر ۱۰:۰۰ بجو د تورخم سرحدي لار د هرډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده. (عکس ارشیف).

د ننګرهارپه ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د یکشنبې په شپه په تورخم کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د طالبانو د وسله والو د نښتې خبر ورکړی او ویلي دي، چې په دغه سیمه کې تر سهار پورې په وقفوي ډول د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي دي چې په دغو ډزو کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ مارچ درېیم ( کب ۱۳) د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو سرچینوله قوله ویلي چې تیره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې په تورخم پاکستاني ځواکونو د طالبانو په سرحدي ځواکونو هغه مهال ډزې پیل کړې، چې د پوځي تاسیساتو په جوړولو بوخت وو.

باختر اژانس ویلي: " تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د تورخم پر پوله د پاکستاني ملیشه وو لخوا د افغان پوله ساتو ځواکونو (طالبانو) د تاسیساتو جوړولو پرمهال برید کړی، چې افغان ځواکونو ورته قاطع او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی."

د طالبانو امنیتي سرچینو ویلي چې پاکستاني ځواکونو وروسته له هغې د طالبانو په سرحدي ځواکونو باندې ډزې پیل کړې، چې هغوی د افغانستان د خاورې دننه په فعالیت بوخت وو.

پاکستان لا تراوسه ددې نښتې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې د طالبانو سرحدي ځواکونو تیره شپه بریدونه پیل کړي، چې پاکستاني ځواکونو د طالبانو پر هغو امنیتي پوستو چې پر پاکستاني ځواکونو یې ډزې کولې بیرته د درنو وسلو ځوابي ډزې کړي دي.

د پاکستاني د امنیتي ځواکونو سرچینو د سرحدي قول اردو (FC) درې منسوبینو او یو عام وګړي ټپي کیدل تائید کړي دي. همداشان سرچینو ویلي چې د یوې لارۍ چلوونکی هم په دې نښتو کې وژل شوی دی. طالبانو په دغو نښتو کې ددغې ډلې ځواکونو ته د سر د احتمالي پیښ شوي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په سیمه کې د جګړې د دوام او د دواړو خواو ترمنځ د درنو وسلو د ډزو د تبادلې له امله تورخم ته څيرمه د باچا مینې له کلي ډیرو کورنیو د لنډي کوتل په ګډون خوندي ځایونو ته کډه کړې ده.

دا نښتې وروسته له هغه شوې چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د وینا په اساس د پاکستان سرحدي ځواکونو د تورخم سره نږدې د طالبانو د ځواکونو له خوا د امنیتي پوستې د جوړولو په غبرګون کې د فبرورۍ په ۲۱( کب درېیم) د شپې پر ۱۰:۰۰ بجو د تورخم سرحدي لار د هرډول تګ راتګ پرمخ وتړه.

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت رسنیو ته ویلي چې د لارې د بیرته خلاصولو لپاره د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي عزیزالله مصطفی په مشرۍ یو پلاوي د پاکستاني سرحد ي ځواکونو د چارواکو سره خبرې کړې وې او تمه کیدله چې دواړه خواوې به د خپلو حکومتونو د مشرانو سره د سلامشورو وروسته بیا سره خبرو ته کښیني، خو دا لا معلومه نه ده چې ددې نښتې وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ بله غونډه وشي او که نه.

ددې دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (کب لسم) اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال هیله وښودلې وه، چې دا لار به ژر د خبرو له لارې پرانیستل شي.

هغه وویل: "ستونزه داده چې د افغانستان له اړخه (طالبان) هڅه کېږي چې زمونږ په خوا کې یوه سرحدي پوسته جوړه کړي او مونږ له هغوی غوښتي چې د یواړخیزو اقداماتو پرځای دا ډول مسایل د دواړخیزو میکانیزمونو له لارې لکه د همغږۍ د کمیټې له لارې حل کړي".

په تورخم کې یو شمیر مسافرو امریکا غږ ته ویلي چې د لارې دواړو غاړو ته د زرګونو لویو او وړو موټرو د بند پاتې کیدو سربیره په سلګونو مسافر لا هم ددغې لارې د پرانیستلو لپاره شېبې شماري. نن د دوشنبې په ورځ ددغې لارې د تړلو لس ورځې پوره شوې.

د تورخم لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه تر ټولو مهمه ترانزیټي لار ده، بلکې د منځنۍ اسیا او پاکستان ترمنځ هم د سوداګرۍ یوه مهمه لار ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لار تړل کیږي، ددې دمخه هم دا لار څو ځلې د سرحدي ستونزو له امله تړل شوې ده. پر دغې لار نه یوازې هره ورځ په زرګونو مسافر د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي، بلکې په سلګونو لارۍ او موټرې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ ترانزیتي مالونه انتقالوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG