د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: زیلینسکي سولې ته چمتو ندی؛ زه سوله غواړم


د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د روسیې سره سولې ته چمتو ندی او دا چې د اوکراین مشر په سپینې ماڼۍ کې د امریکا بې احترامي کړې.

ښاغلي ټرمپ جمعه فبروري ۲۸ ( کب ۱۰) دا څرګندونې په یوې اعلامیې کې وروسته تر هغه وکړلې چې ټرمپ او مرستیال یې جې ډي ونس ، په سپینې ماڼۍ کې د اوکراین د مشر سره وکتل او دا ملاقات چې څه باندې ۴۰ دقیقې و، وروسته تر هغې په "لفظي شخړې" بدل شو چې د اوکراین مشر د دي هیواد د کرایمیا په سیمې باندې د روسیې د ۲۰۱۴ کال یرغل موضوع یاده کړه.

جمهور رئیس ټرمپ په اعلامیې کې ویلي، "پریکړه مې وکړله چې که متحده ایالات په کې [په خبرو کې] برخه ولري، جمهور رئیس زیلینسکي سولې ته چمتو ندی ځکه هغه احساس کوي چې زمونږ برخه لرل ، هغه ته په خبرو کې ډیره ګټه ورکوي. هغه ( ولادمیر زیلینسکي) د امریکا بې احترامي وکړله او کله چې سولې ته چمتو شي، بیرته راتلی شي".

د جمهور رئیس ټرمپ مرستیال په غونډې کې د اوکراین په مشر تور ولګاوه چې "تبلیغاتي سفر" کوي او دا یې "بې احترامي" وبلله چې دا کار په سپینې ماڼۍ کې د امریکایي مطبوعاتو په وړاندې کوي.

په سپینې ماڼۍ کې د ښاغلي ټرمپ، ښاغلي ونس او ښاغلي زیلینسکي تر منځ د لفظي شخړې پر مهال د دواړو هیوادونو لسګونه خبریالان هم حاضر وو.

د اوکراین مشر سپینې ماڼۍ ته د دواړو هیوادونو تر منځ د نادره معدني موادو پر سر د موافقې د لاسلیک کولو لپاره راغلی و خو ښاغلي ټرمپ پدې ملاقات کې د اوکراین مشر ته خبرداری ورکړ که دا موافقه لاسلیک نکړي، متحده ایالات به ترې ووځي.

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، مرستیال یې جې ډي ونس او د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي تر منځ په سپینې ماڼۍ کې د لفظې شخړې پر د دواړو هیوادونو لسګونه خبریالان هم موجود و.
د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، مرستیال یې جې ډي ونس او د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي تر منځ په سپینې ماڼۍ کې د لفظې شخړې پر د دواړو هیوادونو لسګونه خبریالان هم موجود و.

د ټرمپ د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې د اوس لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ د نادره معدني موادو پر سر موافقه نه کیږي.

ټاکل شوې وه چې جمهور رئیس ټرمپ او جمهور رئیس زیلینسکي په سپینې ماڼۍ کې د نادره معدني موادو موافقې تر لاسلیک کولو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتونو ته ځوابونه ورکړي و خو د اوکراین مشر د خبري کنفرانس څخه وړاندې له سپینې ماڼۍ ووت.

ټرمپ او ونس د اوکراین په مشر دا تور هم ولګاوه چې د هغو مرستو په خاطر یې د امریکا منندويي نده کړې چې د روسیې د یرغل راپدیخوا واشنګټن کیف ته ورکړي.

جمهور رئیس ټرمپ ددې موضوع په هکله په لوړ غږ د اوکراین مشر ته وویل، "تاسو اوس قوي موقف نلرئ. تاسو د میلونونو وګړو د ژوند پر سر قمار وهئ. تاسو په درییمې نړیوالې جګړې قمار وهئ".

د اوکراین مشر د سپینې ماڼۍ د ملاقات څخه له وتلو وروسته په ټولنیزې شبکې کې د متحده ایالاتو له مشرانو او ولس څخه د مرستو په خاطر مننه وکړله.

هغه پدې هکله د اکس په شبکې کې لیکلي، " امریکا له تاسو مننه. د متحده ایالاتو جمهور رئیس، کانګرس او د امریکا خلکو، له تاسو مننه. اوکراین عادلانه او تل پاتې سولې ته اړتیا لري او مونږ په دقیقه توګه د همدې لپاره کار کوو".

په سپینې ماڼۍ کې ددې لفظي شخړې څخه وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د زیلینسکي سره د نادره معدني موادو پر سر موافقې ته نږدې شوی او هغه یې "ډیره عادلانه" وبلله خو ښاغلی زیلینسکي د ښاغلي ټرمپ دې څرګندونو پر وخت هم نارامه ښکاریده.

د دې تړون تړون په اساس به امریکا ته اجازه ورکړل شي چې د اوکراین نادرو ځمکنیو سرچېنو ته لاره ومومي او دا به د هغو مرستو بدله وي، چې د مخکني جمهور رئیس جوبایډن حکومت له اوکراین سره کړې وې چې له روسیې سره وجنګېږي

سره لدې چې د اوکراین مشر تر دې وړاندې ویلي و داسې موافقه به لاسلیک نکړي چې بوج به یې ددې هیواد راتلونکو نسلونو ته پاتې شي خو د ګالوپ یوه سروې چې تیر کال د نومبر په میاشت کې شوې، ۵۲ په سلو کې اوکراینیانو پکې په چټکه توګه د روسیې سره د جګړې پای ته رسیدو غوښتنه کړې او دا یې هم ویلي چې اوکراین د سولې په بدل کې د خپلې خاورې یوه برخه باید روسیې ته ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG