د لاس رسي وړ اتصالات

جولیاني: ټرمپ له مواخذه کیدو اندیښنه نلري


د امریکا د متحده ایالتونو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ځانګړي مدافع وکیل روډي جولیاني هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ولسمشر ټرمپ د مواخذه کیدو په اړه اندیښنه لري.

نوموړي خبریالانو ته وویل:" مواخده کیدل به واقعا وحشتناکه وي. فکر کوم ددې کار هیڅ ضرورت نشته. هغه له روسانو سره سازش ندی کړی، د عدالت مخه یې نده نیولې او هر هغه څه چې کوهن ویلي نشي ثابتیدلای. تاسي یوازې د سیاسي ملحوظاتو له مخې هغه مواخذه کولای شي خو امریکایان به یې په وړاندې ودریږي."

د امریکا په متحده ایالاتو کې اغلبا ویل کیږي چې د جمهور رئیس په ګډون هیڅوک له قانون څخه اوچت ندي. خو کله چې جمهور رئیس د جرمونو په قضیه کې راګیر شي څه کیږي؟

دا پوښتنه روانه اونۍ یوځل بیا هغه مهال مطرح شوه چې د جمهور رئیس ټرمپ پخوانی مدافع وکیل مایکل کوهن د کمپاین د مالي قوانینو د نقض په تور تورن شو. هغه ویلي هر څه یې ډونالډ ټرمپ په لارښونه کړي دي.

په نوامبر میاشت کې د امریکا منځمهاله ټاکنو په رانږدې کیدو سره په درغلیو د ولسمشر ټرمپ د پخواني مدافع وکیل مایکل کوهن او د کمپاین د مسوول پاول مانافورټ تورنیدو مخالف دیموکراټ ګوند ته د فشار نوې وسیلې ورکړي دي.

د دیموکراټ ګوند مشر چک شومر وویل: " که زما جمهوریت غوښتونکی همکاران غلي پاتې شي نو ګوند به د فساد د فرهنګ د شریک په توګه چې د اوسني ولسمشر شاوخوا تاو دي، بدل شي."

د چارو کارپوه پال شیف برمن وايي د کمپاین په سرغړونو کې د جمهور رئیس ترمپ ممکنه ښکیلتیا چې د کوهن له خوا یې ادعا شوې کولای شي نوموړی له قانوني خطر سره مخ کړي.

اما د چارو شنونکی اریک ټکر وایي په جنايی مواردو د ولسمشر تورنیدل امکان نلري: " د عدلیې وزارت د حقوقي شورا دفتر په دوو لیکنو کې دا نظر واضح کړی دی چې برحال جمهور رئیس نشي تورنیدای. همدارنګه موږ ته د جمهور رئیس مدافع وکیلانو له خوا ویل شوي چې د مولر ځانگړی تحقیقاتي کمیسیون هم همدغه لارښود تعقیبوي. "

د امریکا د متحدو ایالاتونو د اساسي قانون له مخې کانګرس کولای شي برحال جمهور رئیس د خیانت، غلا او نورو لویو مالي سرغړونو له امله احضار او له دندې ګوښه کړي.

په ۱۹۷۴ کال کې د هغه وخت جمهور رئیس ریچارد نیکسن هم د واټر ګیټ د رسوايي له امله مواخده شوی وو.

XS
SM
MD
LG