د لاس رسي وړ اتصالات

سترې محکمې د مهاجرو د توقیف په اړه د ټرمپ امر سم وباله


د امریکا ستره محکمه
د امریکا ستره محکمه

د امریکا سترې محکمې امر کړیدی چې امریکایي چارواکي کولی شي هغه مهاجرین توقیف کړي چې د شړلو پریکړه یې شوې وي او د جنایت لپاره یې د بند سزا پوره کړي وي.

د سترې محکمې دغه پریکړه د مهاجرت په اړه د ولسمشر ټرمپ سخت قوانین تقویه کوي.

د سترې محکمې د قاضیانو د نهو نه پنځو تنو د دغې پریکړې په پلوې رای ورکړي او پاتې څلور تنه لبرال قاضیانو ورسره مخالفت څرگند کړی. د سترې محکمې د پریکړې په اساس به فیډرالي چارواکي واک ولري چې مهاجرین د ضمانت نه پرته د اوږدی مودی لپاره توقیف کړي.

دغه پریکړه چې قاضي سیمیول ایلیټ واوروله، ځینو مهاجرینو ته دا حق هم ورکوي چې د توقیف ضد درخواست وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې قضیې کې زیاتره ادعا کونکې قانوني مهاجر دي.

دا په سترې محکمې کې د ولسمشر ټرمپ د مهاجریت او مهاجرینو په اړه د قوانینو د سختولو د لړۍ یوه بله مهمه کامیابي ده. ولسمشر ټرمپ تیر کال د پنځو ملکونو ( چې اکثریت یې مسلمانان دي) په اتباعو امریکا ته په سفر بندیز لگولی و چې سترې محکمې د ټرمپ په پلوۍ پریکړه کړي وه.

XS
SM
MD
LG