د متحدو ایالتونو یوې ملکي الوتکې په یو بیساري اقدام کې د غږ خنډونه مات کړل او په لومړي ځل یې د غږ تر سرعت هم چټک پرواز وکړ.
د سوپرسانیک هوايي شرکت د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه لسمه) وویل چې XB-1 ډوله الوتکې یې د غږ تر سرعت هم چټکه الوتنه وکړه او دا ریکارډ یې جوړ کړ.
دا کار د کالیفورنیا ایالت د موهاوي په صحرا کې شوی، دغلته یو بل امریکایي پیلوټ چیک پاګیر په ۱۹۴۷ کال کې همدا کار کړی و.
د سوپرسانیک هوايي شرکت وايي هڅه کوي، چې د مسافرو لپاره د غږ تر سرعت چټک پروازونه بیا پیل کړي.
تر دې مخکې مسافرو د غږ تر سرعت چټک پرواز په فرانسوي-بریتانوي الوتکې کانکورد کې سفر کړی و، خو دا الوتکه په ۲۰۰۳ کال کې ودرول شوه.
د یاد شوي هوايي شرکت مشر بلیک شول وویل چې دXB-1 الوتکې دا چټک پرواز څرګندوي، چې د سوپر سانیک مسافر وړونکو الوتکو لپاره تکنالوژي موجوده ده.
دا الوتکه جنګي جټ الوتکو ته ورته دي، خو د شرکت مشر ویلي، چې بل اقدام یې د دغو مسافر وړونکو الوتکو لپاره د تکنالوژۍ پراختیا ده او هڅه کوي چې ټول مسافر د غږ تر سرعت زیات د سوپر سانیک له پروازونو څخه ګټه واخلي.
فورم \ دبحث خونه