د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ته د امریکایانو په سفر بندیز یو کال نور هم اوږد شو


په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د متحده ایالاتو دولت شمالي کوریا ته د امریکایانو د سفر د منع کولو لارښود د یو بل کال لپاره هم وغزاوه او وې ویل چې دې هیواد سفر کول لا هم د امریکایانو لپاره خطرناک دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو مقام وویل چې "د هیواد نه بهر د امریکایانو امنیت او خوندیتوب زمونږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي" او ټینگار یې وکړ چې "شمالي کوریا ته د سفر کولو خبرداری لا هم پر ځای دی."

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې امریکایان شمالي کوریا ته د سفر کولو په صورت کې کیدای شي د نیول کیدو، اوږد بند او فزیکي زورونې په گډون د مختلفو گواښونو سره مخامخ شي.

خو حکومت هغه امریکایانه چې په ځانگړو برخو کې لکه بشري فعالیتونه، خبریالان، دیپلوماتان او هغه کسان چې د امریکا د ملي گټو لپاره کار کوي مستثنی کړي دي او ویلي یې دي چې کولای شي د اجازې تر اخیستو وروسته شمالي کوریا ته سفر وکړي.

د سفر کولو ددغه خبرداري په غزولو سره شمالي کوریا ته د امریکا د متحده ایالاتو د اوسیدونکو سفر د ٢٠١٩ کال تر اگست پورې منع کیږي.

دا پداسې حال کې دي چې د جون په ١٢ په سینگاپور کې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون د لیدنې کتنې وروسته د اټومي وسلو نه د کوریا د ټاپووزمي د پاکولو لپاره خبرې لا هم په یو ډول روانې دي.

ددغې لیدنې کتنې وروسته شمالي کوریا اعلان وکړ چې خپل اټومي او د بالستیک میزایلو پروگرامونه د اقتصادي مرستو په بدل کې لغو او ودروي.

خو جمهور رئیس دونالد ټرمپ پدې وروستیو کې د غیر اټومي کولو د پروسې د ورو والي په خاطر نارضایتي څرگنده کړې او د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو نه یې غوښتي چې پیونگ یانگ ته خپل سفر وځنډوي.

XS
SM
MD
LG