د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د امریکا نظامي اقدام به د شمالي کوریا لپاره د غم ورځ وي


د امریکا جمهور رئیس ډونالډ‌ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د کویټ د امیر شیخ صباح ال احمد ال جابر الصباح سره ګډ خبري کنفرانس درلود.‌
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ‌ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د کویټ د امیر شیخ صباح ال احمد ال جابر الصباح سره ګډ خبري کنفرانس درلود.‌

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که امریکا یې په خلاف نظامي اقدام وکړي " په شمالي کوریا کې به د غم ورځ وي "

ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې وویل چې " هیله ده په شمالي کوریا نظامي اقداما وانه خیستل شي."

جمهور رئیس چې د کویټ امیر شیخ صباح ال احمد ال جابر الصباح سره یې په سپینې ماڼۍ کې ګډ خبري کنفرانس درلود وویل چې شمالي کویا باید خپل "ناوړه" چلند بدل کړي.‌

د ګډ خبري کنفرانس نه وروسته د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي اندیښنه وښوده چې شمالي کوریا ښایي "ونه ډاریږي". دغه چارواکي وویل "ډیره اندیښنه موجوده ده چې د شمالي کوریا رهبر به د خپلو پارونکو اقداماتو په عکس العمل کې د امریکا ځواب ناسم وګڼي"

خو دغه امریکایي چارواکي وړاندې وویل چې شمالي کوریا باید چې "زمونږ د ځان او متحدینو د دفاع لپاره د امریکا ارادې ته په سپک نظر نه ګوري." شمالي کوریا وایي چې د یکشنبې په ورځ یې هایدروجني بم چولی او وروسته یې اعلان وکړ چې د بین القاروي،‌ هایدروجني او اتومي بم په لرلو سره "بشپړ اتومي لرونکی" هیواد شو.‌

خو امریکایي چارواکي بیا وایي داسې پریکنده نظر تر اوسه نشته چې وښیي شمالي کوریا په ریښتیا هایدروجني بم چولی دی.

XS
SM
MD
LG