د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د شمالي کوریا د توغندیو په آزموینې ناخوښې څرګنده کړې


ټرمپ وایي چې د شمالي کوریا د مشر سره ښې اړیکې لري
ټرمپ وایي چې د شمالي کوریا د مشر سره ښې اړیکې لري

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا د توغندیو په ازموینې ناخوښۍ څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې په دغو ازموینو ناخوښ دی.

ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې له هغې نه وروسته کړي دي، چې شمالي کوریا د شنبې په ورځ د بالیستک توغندیو ازموینه وکړه. ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د موافقې په اساس دغه ازموینې له موافقې نه سرغړونه نه ده خو هغه پرې خوښ نه دی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سره یې د اوږد واټن توغندیو په اړه موافقه شوې وه چې هغوی تراوسه پورې د هغه موافقې نه سرغړونه نه ده کړې. هغه وویل چې دغه د لنډ واټن توغندي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل، چې که د چا خوښه وي او کنه، خو نن سبا ټول هیوادونه د لنډ واټن توغندي لري او شمالي کوریا یواځینی ملک نه دی چې دغه ډول توغندي جوړوي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ دا اوس مهال په شمالي کوریا کې دی چې هلته د جاپان صدراعظم شنزوابي هم د جي ٧ هیوادونو په غونډې کې د ګډون لپاره موجود دی. ښاغلي شنزو ابي د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو سره مخالفت وښود او د شمالي کوریا د توغندیو ازموینې د ملگرو ملتونو د قوانینو نه سرغړونه وبلله.

ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې د شمالي کوریا د مشر سره ښې اړیکې لري، خو د روان کال د فبروري د میاشتې راهیسې د دولړو ملکونو ترمنځ خبرې ځنډېدلې دي.

XS
SM
MD
LG