د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه فبروري ۱۸ ( سلواغې ۳۰ ) ویلي چې د روانې فبروري میاشتې تر پایه "ښایي" د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري.
ښاغلي ټرمپ د فلوریډا په ایالت کې پخپل شخصي استوګنځي کې په خبري کنفرانس کې د پوتین سره د خپل ملاقات ځای او کره نیټې په هکله څه ونه ویل او د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا ملاقات به په روانې میاشت کې وشي او که نه وویل، "ښایي".
جمهور رئیس ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و چې ډیر ژر به د خپل روسي سیال سره په اوکراین کې د جګړې پای ته رسیدو په هکله د خبرو لپاره وویني.
د ښاغلي ټرمپ دې څرګندونو څخه څو ساعته د وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په سعودي عربستان کې د خپل روسي سیال سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ملاقات کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي او اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه یې توافق وکړ.
واشنګټن او مسکو پدې ملاقات کې موافقه وکړه چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسیدو په هکله د خبرو لپاره به مذاکراتي ټیمونه جوړوي. اوکراین دا کار په سختو ټکو غندلی چې ولې لدې خبرو ایستل شویدی.
خو واشنګټن بیا ویلي چې د خبرو اترو ددې بهیر " یو زمان کې" به اروپا هم راګډه کړي.
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي ټینګار کړی چې پدې هیواد کې دجګړې پای ته رسیدو لپاره په هر ډول خبرو کې باید چې د ترکیې په ګډون نورو اروپایي هیوادونو ته برخه ورکړل شي او زیاته یې کړه چې خبرې باید عادلانه وي.
ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه چې د اوکراین څخه پرته د خبرو پیل کول هغه څه دي چې د پوتین په خوښه کیږي.
خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس بیا په خبري کنفرانس کې وویل چې د جګړې پای ته رسیدو لپاره په موافقې کولو "ډیر ډاډه " دی او کیف یې وغانده چې په خبرو کې د نه ګډون له کبله شکایت کوي.
ټرمپ وویل، " نن مې واوریدل چې مونږ (اوکراین) ته بلنه نده ورکړل شوې. نو ، تاسو خو هلته درې کاله واست. تاسو باید هیڅکله (جګړه) پیل کړې نه وی. تاسو کولی شوی چې یوه موافقه وکړئ".
په همدې حال کې یو شمېر اروپايي مشرانو ویلي چې ویره لري چې واشنګټن به مسکو ته جدي امتیازات په پام کې ونیسي او د اروپايي امنیتي ترتبیات به د سړې جګړې څخه مخکې دورې په څېر کړي.
روسیې هم ویلي دي چې د اوکراین د جګړې پای به د اروپا نوي دفاعي توافقاتو ته اړتیا ولري. مسکو له ډېر وخت راهېسې له ختیځې اروپا څخه د ناټو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.
فورم \ دبحث خونه