د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغه۳۰) په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي او اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه یې توافق وکړ.
روبیو له دغه ملاقات څخه وروسته اسوشیتډپرس ته وویل چې خبرې په دریو ټکو متمرکزې وې: «په واشنګټن او مسکو کې د دواړو هېوادونو د سفارتونو د دیپلوماتانو بیا استول، د اوکراین د سولې د خبرو د حمایت لپاره د لوړ پوړیو ډلو استول او د اقتصادي همکاریو او نژدیو اړیکو ارزول.»
روبیو وویل: «که دا جګړه په داسې بڼې ختمه شي چې د منلو وي، نو له روسانو سره د نه باور کېدونکي مشارکت لپاره د جیوپولتیک له لارې د علاقې وړ مشترک او څرګند اقتصادي مسائیل شته، چې هیله لرم د نړۍ لپاره ښه وي او زموږ روابط د اوږد مهال لپاره ښه کړي.»
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي برووس په یوې اعلامیې کې ویلي چې واشنګټن او مسکو توافق وکړ، چې د اوکراین جکړې ختمېدو ته د لارې موندلو لپاره خپل مذاکره کوونکي وپېژني. هغه ویلي دي، چې د اوکراین «د جګړې ختمېدل باید دومداره، ثابت او ټولو ته د منلو» وي.
بروس ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ غواړي وژنې بندې شي: «متحده ایالتونه د سولې غوښتونکی دی او په نړۍ کې د هېوادونو د راټولولو لپاره له خپل ځواک څخه کار اخلي. ولسمشر ټرمپ په نړۍ کې یوازینی ولسمشر دی چې کولای شي روسیه او اوکراین یو توافق ته برابر کړي.»
بروس د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د ملاقات په اړه جزیات ورنه کړل. نوموړي وویل چې مسکو او واشنګنټن د «یو مشورتي میکانیزم» په جوړولو هم توافق کړی چې د اړیکو د ښه کولو لپاره کار وکړي. روسي مقاماتو د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په اړه ډېر جزیات ورکړي نه دي.
په بهرني سیاست کې د پوتین مشاور یوري اوشاکوف، چې له روبیو سره ملاقات لپاره د مسکو په پلاوي کې و، ویلي دي، چې «موږ په خپلو اساسي موضوعګانو خبرې وکړې او موافقه مو وکړه، چې جلا مذاکره کوونکې ډلې دې په تماس کې» وي.
اوشاکوف د پوتین او ټرمپ د ملاقات په اړه وویل چې سخته ده د دغو مشرانو د غونډې د مشخص تاریخ په اړه خبرې وشي.
په همدې حال کې یو شمېر اروپايي مشرانو ویلي چې ویره لري چې واشنګټن به مسکو ته جدي امتیازات په پام کې ونیسي او د اروپايي امنیتي ترتبیات به د سړې جګړې څخه مخکې دورې په څېر کړي.
روسیې هم ویلي دي چې د اوکراین د جګړې پای به د اروپا نوي دفاعي توافقاتو ته اړتیا ولري. مسکو له ډېر وخت راهېسې له ختیځې اروپا څخه د ناټو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.
د کرملین ویاند دیمتري پسکوف خبریالانو ته وویل چې «په دغې وچې کې د امنیتي مسائیلو له هر اړخیزې ارزونې پرته د پایدارې او دوامدارې لارې موندل نا ممکن» دي.
اروپايي مشرانو تېره ورځ یوه غونډه وکړه، خو ونه توانېدل چې کومه متحده جبهه جوړه کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نن په ترکیې کې وویل چې هغه دغه بحث ته بلل شوی نه و او «زموږ په اړه او له ما پرته هېڅ څه او یا هېڅ توافق» به ونه مني.
دا مطلب د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې، اسوشیتډپرس او فرانس پرس د راپورونو په اساس لیکل شوی.
فورم \ دبحث خونه