د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د تعرفو لگول به دامریکا اقتصاد ته وده ورکړي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ په پنسلوانیا کې د روان کال د مارچ په لسمه د پلویانو د بهیر په ترڅ کې د اقتصاد په وده او تعرفو په تړاو خبرې کوي
ولسمشر ډانلډ ټرمپ په پنسلوانیا کې د روان کال د مارچ په لسمه د پلویانو د بهیر په ترڅ کې د اقتصاد په وده او تعرفو په تړاو خبرې کوي

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وایي د پولادو په وارداتو باندې د گمرکی تعرفو لوړول به د امریکا د پولادو د صنعت د ښه کیدو سبب شي. خو د چین د سوداگرۍ وزیر وايي تجارتی شخړې هېڅوک نشی گټلی بلکه د چین، امریکا او نړۍ لپاره د سترې خسارې سبب گرځي.

چین نن وویل دوی دا نیت نلري چې د متحده ایالاتو سره تجارتی جگړه پیل کړي، ځکه دغه اقدام به د ټولی نړۍ لپاره ډیره خساره ولري. خو جاپان او اروپايي ټولنې د امریکا نه وغوښتل چې له گمرکی تعرفو نه معاف وگڼل شي.

ولسمشر ټرمپ د پنسلوانیا په ایالت کې یوې عامې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د پولادو پر وارادتو د تعرفو د لوړولو د پریکړې دفاع وکړه.

د تجارتی د تعرفو لگولو لانجه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: ستاسی د سکرو او د پولادو صنعت بیرته راځي. موږ د ٢٥ فیصده تعرفې له دی امله ولگولی چی بهرنی هېوادونه دلته زښت ډیر پولاد راواردوی. او هغه ښه پولاد هم ندي. خوستاسی د پولادو صنعت بیرته تقویه کېږی.

ښاغلي ټرمپ د تیرې پنجشنبی په ورځ یوه اعلامیه لاسلیک کړله چې وايی په وارد شویو پولادو به په سلو کې ٢٥ او په وارد شویو الومونیم باندې به لس فیصده گمرکې تعرفې ولگوي.

له بل پلوه، د چین د تجارت وزیرله امریکا سره د تجارتې شخړې د نه پیل کولو خبره نن د چین د ملي شوری د کلنۍ غونډې په یوه وینا کې وکړله.

د چین د سوداگرۍ وزیر ژانگ شان وویل: د تجارت په جگړه کې هېڅوک گټونکی ندی. داسی جگړه چین، امریکا او ټولی نړۍ ته یوازې ستره خساره منځته راولی. چین تجارتی جگړه او شخړه نه غواړي. او چین به تجارتی شخړه اول پیل نه کاندي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر اروپايی اِتحادېې هم دهغوی د دریځ له ا مله انتقاد وکړ چی وايی دامریکا خلاف به انتقامي اقدامات وکړی.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي: اروپايي اتحاد موږ وژني ؛ هغوی په تجارت کې موږ ته ډیر تاوان رارسوي. له همدې امله موږ پرې تعرفی ولگولی. ..هغوی پرموږ بندیزونه لگولی دی.

ولسمشر ټرمپ وویل چی اروپايی آتحاد ته یی وویل که تاسی نورې تعرف ولگوی نو موږ به ستاسی پر بنز او بې ایم ډبلیو موټرونو هم مالیه ولگوو.

د جاپان اواروپايی اتحاد استازیو دامریکا له تجارتی استازیو سره د شنبی په ورځ په بروکسل کې ملاقات وکړ. هغوی هڅه وکړله چی پر پولادو او الومونیم باندې د ولسمشر ټرمپ د سترو گمرکی تعرفو له امله د تجارتی شخړې مخه ونیسی.

د اروپايی اتحآد او جاپان استازو دواړو په بروکسل کې وویل چې دوی دامریکا له خوانه د گمرکي تعرفو په اړه ډیر اندېښمن دي. جاپان او اروپايی ټولنه دامریکا تر ټولو ستر تجارتي انډیوال هېوادونه دي. هغوی له متحدو ایالاتو نه وغوښتل چې له گمرکی تعرفو نه معاف وگڼل شی.

نقادان وايی داتعرفی تجارتی شخړې منځته راوستلی شی او د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی شی. په دې کې هم شکونه شته دي چی ایا ولسمشر ټرمپ به دامریکا د پولادو ځپل شوی اقتصاد بیرته په پښو ودرولی شی او که نه.

XS
SM
MD
LG