د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ټیلرسن د شمالي کوریا سره په خبرو خپل وخت ضایع کوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنوچارو وزیر ته ویلې دي چې د شمالي کوریا سره په خبرو خپل وخت نه ضایع کوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا په هکله په یو ټویټ کې لیکلې دي چې هغه د امریکا د بهرنوچارو وزیر ریکس ټیلرسن ته ویلې دي چې د شمالي کوریا سره د خبرو په کوښښ خپل وخت نه خرابوي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې ریکس، خپل وخت مه خرابوه، "مونږ به هغه څه وکړو چې څه ته ضرورت وي."

د امریکا د بهرنو چارو وزرات د شنبې په ورځ وویل چې امریکا د شمالي کوریا سره د خبرو کوښښ کوي خو شمالي کوریا په خبرو کې هیڅ ډول علاقه نه لري. د بهرنو چارو وزارت دغه څرگندونې د هغې نه وروسته وکړې چې ښاغلي ټیلرسن دا خبره تائید کړله چې امریکا د پیونگ یانگ سره په مستقیمه توگه د خبرو کوښښ کوي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د شنبې په ورځ په بیجنگ کې و او هلته یې د چین په چارواکو ټینگار وکړ چې په شمالي کوریا دې د خپل نفوذ نه کار واخلي چې په هغوي د اتومي پروگرام د مخنیوې لپاره فشار واچول شي. ټیلرسن دا هم وویل چې امریکا د شمالي کوریا سره د خبرو لپاره یو مسقیمه لاره جوړه کړیده خو داسي نه ښکاري چې د شمالي کوریا حکومت د امریکا سره خبرې غواړي.

XS
SM
MD
LG