د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا بل میزایل وازمایه چې په جاپان تیر شو


د شمالي کوریا دغه نوی میزایل د جاپان د هوکایډو ټاپو له فضا نه تېر شو او په آرام سمندر کې ولوید
د شمالي کوریا دغه نوی میزایل د جاپان د هوکایډو ټاپو له فضا نه تېر شو او په آرام سمندر کې ولوید

شمالي کوریا نن د جمعې په سهار یو ځل بیا یو میزایل وازمایه چې د جاپان له هوکایډو ټاپو له فضا نه تېر شو او په ارام سمندر کې ولگید.

د شمالي اتلانتیک یا ناټو عمومي منشي د جمعې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا د بالیستیکي میزایلو ازموینې د نړۍ سولې او امنیت ته یو گواښ دی. هغه په دې هکله نړیوال غبرگون وغوښت.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرگ څو ساعته وروسته له هغې دغه خبرې وکړې چې شمالي کوریا یو ځل بیا بالیستیک میزایل وازمایه.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په وینا دغه میزایل د ۷۷۰ کیلومتره اعظمي ارتفاع په لرلو سره ۳۷۰۰ کیلومتره واټن وهلی او په ارام سمندر کې د جاپان له ساحلونو ۲۰۰۰ کیلومتره لرې لگیدلی دی.

جنوبي کوریا دا هم ویلي دي چې ددې میزایل ارتفاع او مزل ته په کتلو سره کیدای شول چې د امریکا د ګوام ټاپو ته هم ورسیږي.

په آرام سمندر کې د امریکا پوځي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه متوسط واټن ویشتونکی بالیستیک میزایل "د گوام ټاپو ته کوم گواښ نه پیښوي".

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس ویلي چې د شمالي کوریا ددغه میزایل توغولو "په میلیونونه جاپانیان د ځانونو خوندي کولو ته اړ کړي دي".

د امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا له لورې د دغه راکټ تر ازمویلو وروسته په چین او روسیې غږ کړی چې د شمالي کوریا په وړاندې مستقیم عمل وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په دې وروستیو کې ویلي چې چین د شمالي کوریا د تیلو د اړتیا زیاته برخه برابروي او روسیه هم د شمالي کوریا د کارګرانو تر ټولو لویه استخداموونکې ده.

د شمالي کوریا چارواکو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تازه بندیزونو په غبرګون ګواښ وکړ چې جاپان به غرق کړي او امریکا به په ایرو بدله کړي.

جاپان ویلي د شمالي کوریا دغه کار ته به مناسب ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG