د لاس رسي وړ اتصالات

ماین چاودنو پکتیکا او زابل کې د پولیسو دوه قوماندانان وژلي ـ چارواکي


د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو دريو ساتونکو سره نن سهار شاوخوا پنځه بجې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين نن یکشنبه جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۹) امريکاغږ ته وويل چې لومړی ساتنمن درياخان يوې امنيتي پوستې ته چې د طالبانو تر بريد لاندې وه، د مرستې لپاره ور روان و.

هغه وويل چې په لاره کې يې هاموي ټانک پر ماين وربرابر شوی او چاودنه يې کړې چې په نتيجه کې يې امنيه قوماندان لومړی ساتنمن درياخان او د هغه درې ساتونکي ځای پرځای وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين زياته کړه چې درياخان د تېرو اتلسو کلونو راهيسې په مختلفو نظامي ارګانونو کې دنده ترسره کړې وه او د وروستيو دوو کلونو راهيسې د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ د امنيه قوماندان پاتې شوی و.

بلخوا د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ امنیه قوماندان صاحب جان هم پرون ناوخته د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حقبیان پر خپل فېسبوک پاڼه د نوموړي مړینه تائید کړې ده.

تر اوسه د دې بمي چاودنو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG