د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ۱۰۰۰ چینایي محصلینو او څیړونکو ویزې لغو کړې


 چینایي محصلین د ویزې اخیستلو لپاره په بیجینګ کې د امریکا سفارت مخ ته ولاړ دي
چینایي محصلین د ویزې اخیستلو لپاره په بیجینګ کې د امریکا سفارت مخ ته ولاړ دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه څه په وجه چې امنیتي خطر ګڼل شوی دی په امریکا کې د څه دپاسه ۱۰۰۰ چینایي محصلینو او څیړونکو تحصلي ویزې لغو کړي دي. چین دغه اقدام د بشري حقونو نه سرغړونه ګڼلې ده.

د امریکا د داخلي امنیت د وزارت سرپرست چاد وولف، دمخه تر دې ویلي وو چې واشنګټن یو شمیر مشخصو چیني محصلینو او څیړونکو ته د ویزې ورکول درولي دي چې د هغه هیواد د پوځي ځواکونو سره اړیکه لري. ښاغلي وولف ویلي وو چې دغه اقدام د "حساسو څیړنو" د اطلاعاتو د "غلا کیدو د مخنیوي" په هدف ترسره شوی دی.

د امریکا د داخلي امنیت د وزارت سرپرست چین په غیرمنصفانه تجارتي اقداماتو او د کروناویروس په هکله د څیړنیزو اطلاعاتو په ګډون په صنعتي جاسوسۍ تورن کړ او وېې ويل چې بیجینګ د امریکا د تحصیلي ویزې نه د امریکا د اکاډیمکو بنسټونو څخه د ګټې پورته کولو لپاره ناوړه استفاده کوي.

ښاغلي وولف همداشان په غیر مستقیمه توګه د شین ژیانګ په اجباري کمپونو کې د ایغور مسلمانانو څخه د چین ناوړې استفادې ته په اشارې وویل چې متحده ایالات په خپلو بازارونو کې د هغو محصولاتو د واردیدو مخنیوی کوي چې د کارګرو مریانو په واسطه تولیدیږي. هغه چین بشري "حقونو او د بشر انکار نه کیدونکي حیثیت" ته درناوي کولو ته وهڅوه.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې دغه ۱۰۰۰ ویزې د هغو تحصلي ویزو یوه کوچنۍ برخه ده چې چینایانو ته ورکول کیږي. هغه وویل چې تل د هغو مشروع چیني محصلینو او څیړونکو هرکلی کیږي چې امریکا ته امنیتي خطر نه پیښوي. شاوخوا ۳۶۰ زره چینایان د امریکا د متحده ایالاتو په تحصلي او اکاډیمیکو بنسټونو کې زده کړې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لییان، د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) زرو تنو چینایانو ته د امریکا د ویزې لغو کیدل "څرګنده سیاسي زورونه" او "نژادي توپیر" بللې. هغه وویل چین حق لري چې ددغه "بشري حقونو د جدي سرغړونې" په وړاندې غبرګون وښیي.

د سوداګریزو موضوعاتو څخه نیولې د بشري حقونو، د هانګ کانګ په وړاندې د چین چلند او د کروناویروس اړوند مسایل ددې سبب شوي چې پدې وروستیو میاشتو کې د امریکا د متحده ایالاتو او چین اړیکې په بیسارې توګه کړکیچنې شي.

XS
SM
MD
LG