د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر روسیې د بندیزونو د پلي کیدو په اړه ترکیې سره خبري کړي


د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمو
د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمو

د امریکا د خزانې وزارت د شنبې په ورځ جون ۲۵ (غبرګولي څلورمه) ویلي دي چې ددغه وزارت مرستیال والي ادیمو ترکیې ته په سفر کې د هغه هیواد له چارواکو سره پر مسکو د بندیزونو په پلي کیدو خبري اترې کړي دي.

د متحدو ایالتونو خزانې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی ادیمو د جون له ۲۲ څخه تر ۲۴ پورې د ترکیې په انقره کې د یاد هیواد د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو له چارواکو سره وکتل او بیا یې په استانبول کې له مالي بنسټونو سره خبري وکړې.

د امریکا د خزانې وزارت څرګنده کړې چې ښاغلي ادیمو په دې سفر کې د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته پر هغه هیواد د غرب د لګیدلو بندیزونو په تطبیق خبري کړي دي.

د خزانې وزارت په اعلامیه کې راغلي:" ټولو اړخونو لیوالتیا وښوده چې ډاډ ترلاسه شي ترکیه د ناقانونه مالي تامین په ځای بدله نشي او د بانکي برخې یووالی یې وساتل شي."

واشنګټن او متحدینو یې پر اوکراین د یرغل له پیل څخه د روسیې په سترو پور ورکوونکو او ولادمیر پوتین په ګډون پر مسکو سخت بندیزونه لګولي دي.

اسوشیټډ پرس خبري آژانس لیکلي، روسیې‌ ددغو عملیاتو له پیل څخه چې خاص نظامي عملیات یې بولي ښارونه بمبار او ویجاړ کړي او په هغو ښارونو کې د ملکي کسانو مړي موندل شوي چې روسي ځواکونه ورڅخه وتلي دي.

روسیې د ملکي کسانو هدف ګرځول رد کړي او له شواهدو پرته یې زیاته کړې ده چې د جنایاتو بیلګې په ساختګي شکل جوړې شوي دي.

کیف د بندیزونو د عملي کیدو‌په برخه کې د ترکیې په نه لیوالتیا نیوکه کړې خو په عین وخت کې یې له انقرې څخه د جګړې د ختمیدو لپاره د هغه هیواد د دیپلوماتیک او نظامي ملاتړ څخه مننه کړېده. ترکیې د جګړې د ختمیدو په هدف د دواړو طرفونو د استازو کوربه توب وکړ خو د پام وړ نتیجه یې نه درلوده.

XS
SM
MD
LG