د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین ته اروپايي ټولنې کې د غړیتوب لپاره د 'کاندید حیثیت' ورکړل شو


اروپايی ټولنه
اروپايی ټولنه

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (چنګاښ دویمه) اوکراین ته په اروپايي ټولنې کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د کاندید حیثیت ورکړ او د کاندید کېدو په پلوۍ یې رایه ورکړه.

په دې کار سره اوکراین خپلو لویدیځو ملګرو ته یو ګام نور هم نژدې شو. روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی او له هغه راهېسې لویدیځ له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې دا جګړه وګټي.

د اروپا په پارلمان کې د اروپايي ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره اوکراین ته د کاندید د حیثیت ورکولو په پلوۍ ۵۲۹ مثبتې او ۴۵ منفې رایې وکارول شوې او ۱۴ رایې ممتنع وې. د اروپايي پارلمان همدغه راز جورجیا او مالدوفوا ته هم د اروپايی ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د کاندیدانو حیثیت ورکړ.

دا رایه اچوونه داسې مهال کېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره ۴۵۰ میلیون ډالره تازه پوځي مرستې اعلان کړې چې د منځني-واټن وېشتونکي راکټ سیستم هم په کې شامل دی. امریکا تېره اوونۍ هم له اوکراین سره څه باندې یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه.

د اوکراین د پارلمان مشر روسلان ستیفانچوک په خپل فیسبوک کې د اروپايي ټولنې له پارلمان څخه مننه کړې او ویلي دي چې «اوکراین د ارپايي ټولنې هېواد دی. او موږ د دغه حق لپاره یوازې د جګړې په میدان کې نه، بلکې په حقوقي ډګر کې هم مبارزه کوو.»

اوکراین څه موده مخکې وویل چې غواړي د اروپايي ټولنې غړی شي. د اروپا ټولنه دا مهال ۲۷ غړي لري او اوکراین، جورجیا او مالدوفوا په دغې ټولنې کې د غړیتوب لپاره باید ځینې اصلاحات راولي.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسلا ون دیر لاین وویل چې اوکراین وار د مخه «د اروپايي ټولنې ۷۰ سلنه اصول او مقررات پلي کړي دي» او په خبره یې باید د «قانون د حاکمیت، فساد سره د مبارزې، او اساسي حقوقو» په اړه هم لاس په کار شي.

د اروپايي شورا، چې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو د حکومتونو مشران یې غړي دي، په اروپايي ټولنې کې د اوکراین د شاملېدو او یا نه شاملېدو په اړه به رایه ورکوي. دپلوماتان وايي ښايي دا پروسه یوه لسیزه ونیسي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې د اروپايي ټولنې د ۱۱ غړو هېوادونو له مشرانو سره یې لیدلي، له نهو نورو سره یې خبرې پلان شوې او هیله لري چې اوکراین ته به په دغې ټولنې کې غړیتوب ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې مشران په بروګسل کې سره راټول شوي چې په نړۍ کې په غذايي موادو باندې د روسیې د یرغل په اغیزو او له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د نورو اقتصادي، بشري او پوځي مرستو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG