د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: لویدیځ ته مې سفر "ډیر ګټور" و


ولادمیر زیلینسکي امریکا کې د جمهور رئیس بایډن سره وکتل او په کاناډا کې یې پارلمان ته وینا وکړله.
ولادمیر زیلینسکي امریکا کې د جمهور رئیس بایډن سره وکتل او په کاناډا کې یې پارلمان ته وینا وکړله.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه سپټمبر ۲۴ (تلې ۲) وویل چې متحده ایالاتو او کاناډا ته یې تازه سفر "ډیر ګټور" و او زیاته یې کړه چې دواړو هیوادونو ورسره د دفاعي مرستو ژمنې وکړلې.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې د متحده ایالاتو په تازه دفاعي مرستې کې توپونه، د توپونو مرمۍ، د هیمارس توپونو مهمات، د هوایي دفاع توغندي، تاکتیکي موټر او د هوایي دفاع اضافي سیستمونه شامل دي او کاناډا هم ورسره د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت د دوامدارې همکارۍ ژمنه کړې.

د اوکراین جمهور رئیس همدارنګه د هغې تاریخې پریکړې یادونه وکړله چې له مخې به یې متحده ایالاتو او دا هیواد په ګډه وسلې او د هوایي دفاع سیستمونه تولیدوي.

هغه وویل چې د همدې همکارۍ له کبله به اوکراین وکړی شي نه یوازې دا چې لا ډیره قوي دفاعي صنعت ولري بلکې د دې هیواد اقتصاد به هم ورسره قوي شي.

جمهور رئیس زیلینسکي وړاندې وویل چې په دفاعي چارو کې د دې همکارۍ له کبله د اوکراین "ښارونه خوندي شي، د اوکراین او امریکا ولسونو ته به نوې دندې او کاروبار پیدا شي او د روسیې د یرغل بیا پیښدو مخه به ونیول شي".

زیلینسکي د سپټمبر په اتلسمې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن او کانګرس مشرانو سره د ملاقات او ملګرو ملتونو غونډو کې د ګډون لپاره امریکا ته راغلی و.

هغه همدرانګه پدې سفر کې کاناډا ته ولاړ او د دې هیواد پارلمان ته یې هم وینا وکړله.

زیلینسکي داسې مهال کاناډا و امریکا ته خپل سفرونه ګټور وبلل چې اوکرایني ځواکونو د روسیې څخه د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره د ځوابي برید عملیات پیل کړي او د غربي هیوادونو څخه یې د نورو وسلو غوښتنه کړې.

هغه د همدې روانې سپټمبر میاشتې په ۸ مې خبرداری ورکړی و چې د غربي هیوادونو لخوا د وسلو لیږد کې ورو والی د ځوابي برید عملیات د خطر سره مخ کړي او د روسي ځواکونو په شا تمبولو لپاره یې د نورو قوي او اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې.

اوکراین د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې وروسته تر هغه چې د غربي هیوادونو څخه یې ځینې وسلې تر لاسه کړلې، د روسي ځواکونو څخه د هیواد د یو شمیر برخو بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل خو دا چې د کیف ځواکونه د روسیې د ځواکونو د قوي سنګرونو سره مخ دي، تر اوسه یې په جګړې کې ډیر پرمختګ ندی کړی.

سره لدې لویدیځو هیوادونو ویلي چې د اوکراین د ځوابي برید عملیات په بریالۍ روان دي خو جمهور رئیس زیلینسکي خبرداری ورکړی هر څومره چې د وسلو ورکړه ځنډیږي، هماغومره ډیر خلک زیانمنیږي.

د دې ټولو سره سره روسیې په لویدیځو هیوادونو تور لګولی چې اوکراین ته د وسلو په ورکولو او نورو برخو کې همکاري پدې معنی چې دا هیوادنه په مستقیمه توګه د مسکو سره په جګړې کولو اخته دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف تیره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي مرکز کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، " تاسو چې ورته هر څه وایاست، خو هغوي (لویدیځ هیوادونه) زمونږ سره جګړه کوي. هغوي زمونږ سره مخامخ جګړه کوي".

سرګې لاوروف وویل چې د تیر کال راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو کیف ته د وسلو تر څنګ امریکا و برتانیې ورسره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې هم مرسته کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د غربي هیوادونو همدا مرستې او په اوکراین کې د برتانیې او امریکا د نظامي سلاکارانو موجودیت په معنی چې لویدیځ هیوادونه " د اوکراینیانو د لاسونو او وجود څخه په ګټه اخیستو په حقیقت کې زمونږ سره جګړه کوي".

هغه زیاته کړه، " فکر کوم دلته موجود کسان چې په اوکراین کې وضعیت ته څه نا څه پام کوي، پدې پوهیږي چې امریکایان، برتانویان او نور په لومړي قدم کې د وسلو په ورکولو سره، جګړه کوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG