د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو په هالنډ کې پر برقعې بندیز غندلی دی


د ملگرو ملتونو سازمان د هالنډ په نوي قانون انتقاد کړی چې د برقعې اغوستل یې بند کړي دي او ویلي یې دي چې دغه کار تر ګټې تاوان زیات لري.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانگړې څیړونکې تندایي اچیوم، د دوشنبې په ورځ اکتوبر ٧ وویل چې د روان کال د اگست له لومړۍ نیټې راهیسې چې دغه قانون نافذ شوی په هالنډ کې برقعه پوښه ښځې د لا زیات ازار او زورونې سره مخامخ شوې دي.

د برقعې اغوستلو نوی قانون ټکری او هر بل مخ پټونکی څیز په عامه ترانسپورت، دولتي ودانیو او د زده کړو او روغتیایي تاسیساتو کې منع کړی دی.

میرمن اچیوم وویل: "ددې قانون په اړه سیاسي بحثونه څرگندوي چې مشخص هدف یې مسلمانې ښځې دي...دغه قانون په هغه ټولنه کې چې د جنسي مساوات په پراخولو ویاړي، ځای نلري".

په هغه څړنیز رپوټ کې چې میرمن اچیوم د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړی د هالنډ د استعمار جنجالي تاریخ ته یې هم اشاره کړې ده. هغې لیکلي: "حکومت باید د غلامۍ او ښکیلاک د وخت تاریخ د منظم نژادي استعمار په توگه خلکو ته ور زده کړي".

تیره میاشت د هالنډ د امستردام ښار یو موزیم تصمیم ونیو چې نور ١٧ میلادي پېړۍ د "ځلانده عصر" په توگه یاد کړي. ددې موزیم د چلونکو په وینا په ١٧ پېړۍ کې هالنډ د نړۍ یو ستر پوځي، تجارتي او هنري تاقت و، منفي پدیدې لکه "فقر، جنگ، اجباري کار او د انسانانو قاچاق" هم نه و.

پدغه رپوټ کې چې د هالنډ له دولتي مقاماتو، ښاروالیو او د بشري حقونو د فعالینو او ډلو سره د لیدنو کتنو وروسته لیکل شوی د جنسیتي مساوات د ترویج او د همجنسبازانو د حقونو په خاطر یې د هالنډ حکومت ستایلی دی. رپوټ همداشان د هالنډ حکومت د نژادي او فژقه یي مساوات د ښه کولو لپاره ورته هڅو ته هڅولی دی.

د هالنډ د ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې دغه هیواد د یوې ټول شموله ټولنې لپاره هڅه کوي، خو ددې وزارت د ویاند کوین گلنیک، په وینا "لا هم یو لړ کارونه باید تر سره شي".

هالنډ تل د څو ملتیزه هیواد په توگه ستایل کیده، خو پدې وروستیو کلونو کې پدې هیواد کې ملتپانه او د اسلام او مهاجرو ضد سیاست زیات شوی دی.

هالنډ ١٧ میلیونه نفوس لري چې ١.٢ میلیونه یې مسلمانان دي. همداشن د هالنډ د نفوس په څلورو کې یوه برخه مهاجرین دي چې یا یې پلار او یا هم مور مهاجر وو.

XS
SM
MD
LG