د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي، چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او مارچ د میاشتو ترمنځ موده کې د پوهنې، خوړو، روغتیا، خوارځواکۍ او سرپناه د پروګرامونو لپاره د مرستو برابرول د بودیجې له کموالي سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونود بشري مرستو د همغږۍ ادارې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۰( سلواغې اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په سیمه ییزو بازارونو کې د ځانګړو توکو پیرل او ددغو توکو د حمل او نقل لپاره اضافي بودیجې چمتو کول خورا مهم دي.
اوچا ویلي: "دا به په سرحد کې د ځنډونو موده او د بازار نوسانات او اختلالات کم کړي او په لوړه کچه د بشري مرستو توکو ته به د اړتیا په سیمو کې مخکې له مخکې د ځای پرځای کیدو زمینه برابره کړي".
ملګري ملتونه وايی چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د افغانانو اړتیاوې د تیر ۲۰۲۴ کال په څیر په ډیره لوړه کچه پاتې دي.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.
اوچا ویلي چې په روان کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي.
اوچا ویلي چې د اړمنو افغانانو د ساتنې په ډلو کې په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ماشومان او هغوی چې د معلولیت څخه کړیږي شامل دي او ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د هغوی بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې نشي د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د اساسي ډلو په توګه پاتې شوي دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره په ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې څخه ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، چې ددغې بودیجې یوازې شاوخوا ۳۸ فیصده ورته برابره شوې وه. ملګرو ملتونو تیرکال د بودیجې د کمښت وروسته اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو په ګډون خپل ځینې پروګرامونه یا بند او یا هم محدود کړل.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او اکتوبر ترمنځ بشرپاله همکارانو ۱۷.۷ میلیونو کسانو ته لږ تر لږه د بشري مرستو له ډلې د مرستو یوه ډول مرسته رسولې ده او ۳.۳ میلیونو افغانانو ته درې ډوله سکټوري مرستې ترلاسه کړي دي".
دغې ادارې ویلي چې د ۱۷.۷ میلیونو کسانو چې دا مرستې یې ترلاسه کړي ۵۵ فیصدو یې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دي.
اوچا ویلي چې اړمنو افغانانو ته یې دا مرستې د نړیوالې ټولنې له خوا د تیر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر تر ۲۷ پورې د ۱.۱۴ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو او هم د اړوم ۲۰۲۳ کال د بودیجې څخه د ۴۱۲ میلیونو ډالرو د پاتې پیسو له برکته رسولي دي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) ویلي چې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو سره د بشري مرستود چمتو کولو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې.
سیګار د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۶( لړم ۲۶) د ایکس په پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستود برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې وه، نړیوالې ټولنې ورته ددغه کال د اکتوبر د میاشتې تر ۲۲ پورې یوازې ۳۷ فیصده برابره کړې وه.
فورم \ دبحث خونه