د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د سیلاب ځپلو د اړتیاو او د مرستو د چارو ارزونه کوو


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

ملګري ملتونه وايي چې دا ټولنه او په افغانستان کې یې شریکان په چټک ډول د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمن شویو کسانو د اړتیاو د معلومولو او سیلاب ځپلو سره په بیړني ډول د مرستو د برابرولو د چارو ارزونه کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک د شنبې په ورځ مۍ ۱۱( ثور۲۲) په یوه بیانیه کې وویل چې عمومي منشي انتونیو ګوتیرش "د افغانستان په شمال ختیځ د بغلان په ولایت کې په ناڅاپي سیلابونو کې په پیښ شویو ځاني تلفاتو باندې خواشینی شوی دی".

سټیفن دوجاریک په دې بیانیه کې د عمومي منشي له قوله ویلي: "په افغانستان کې ملګري ملتونه او نړیوال شریکان یې په چټک ډول د سیلاب ځپلو د اړتیاو د ارزونې او هغوی ته د مرستو د برابرولو لپاره بالفعل مقاماتو [طالبانو] سره د همغږۍ په حال کې دي".

د بغلان ولایت د برکه، مرکزي بغلان، نهرین او دغه ولایت د مرکز پلخمري ځینې برخې د جمعې د ورځې مازیګر د مۍ لسم (ثور۲۱) د سختو سیلابونو د راوتلو شاهد وو، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۳۱۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی، خو ددغو سیلابونو شدت ته په پاملرنې په دغه شمیرکې د زیاتوالي احتمال لیدل کیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې د انساني تلفاتو ترڅنګ په وروستیو سیلابونو کې له زرو څخه زیات اوسیدانې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او۲۸۰۰ نورو کورونو ته یو څه زیان رسیدلی دي

د طالبانو حکومت ددغو سیلابونو د تلفاتو وروستی شمیر لا نه دی اعلان کړی، خو د دغه حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق د لومړنیو معلوماتو پر اساس د بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، فاریاب، هرات او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۸۵ تنو د مړینې او له ۱۰۰ څخه د زیاتو کسانو ټپي کیدل تائید کړي دي.

په عین وخت کې د افغانستان د کرکټ مشهور لوبغاړي راشد خان په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې سیلاب ځپلو سره د مرستو د ټولولو لپاره به هڅې وکړي.

هغه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "د راشد خان بنسټ د وروستیو سیلابونو د سیلاب ځپلو او مرستې ته اړو کسانو سره د مرستې لپاره د یو ځانګړي پروګرام له لارې د مالي مرستو راټولولو کمپاین پیلوي".

راشد خان د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د سوداګرو او شتمنو افغانانو څخه غوښتي چې په دې سختو ورځو کې دې د خپلو مصیبت ځپلو هیوادوالو سره مرستې ته ور ودانګي.

په متحده عربي اماراتو کې میشت یو افغان سوداګر میرویس عزیزي‌ هم د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو سره د ۵۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي‌ چې دا مرستې به ژر زیانمنو کسانو ته ورسول شي.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د سختو سیلابونو شاهد وو. افغانستان کې هرکال بارانونه او سیلابونه د زیات شمیر افغانانو د مړینې سبب ګرځي، خو په دې وروستیو کلنو کې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله د بارانو او سلابونو په شدت کې زیاتوالی راغلی چې ورسره د انساني او مالي زیانوونه هم زیات شوي دي.

د چاپیریال ساتنې کارپوهان وايي چې تیر ژمی په افغانستان کې تر ډیره یو وچ ژمی و، خو د ژمي په وروستۍ میاشت او په پسرلي کې د واورو اوباران اورښت لړۍ پیل شوه چې لا هم ددغه هیواد په اکثرو ولایتونو کې د باران اورښت دوام لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG