د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې له هرو دریو کسانو څخه یو یې د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دی


ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو باندې متکي دي.(عکس ارشیف).
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو باندې متکي دي.(عکس ارشیف).

ملګرو ملتونو په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د بودیجې د کمښت د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې دا هیواد د سوډان وروسته په نړۍ کې دوېیم هیواد دی چې نیمايي وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لری.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږم (کب ۱۶) نیویارک کې خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت له امله یوازې تیره میاشت په افغانستان له ۲۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې ورسره ۱.۸ میلیون کسان د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو څخه بې برخې شوي دي.

هغه وویل: د بودیجې کمښت له وړاندې د بشرپاله ټولنې هڅې هغوی ته چې مرستو ته اړتیا لري د مرستو برابرول د پام وړ ډول محدود کړي دي. له ۲۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له امله یې ۱.۸ میلیون کسان د اړینو روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي".

سټیفن دوجاریک وویل چې د بودیجې کمښت د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي پر پروګرامونو باندې هم اغیزه کړې ده.

هغه وویل: "زمونږ د بشري مرستو شریکانو خبرداری ورکړی چې مرستو لپاره د بودیجې کمښت به هم د ژوند د لاسه ورکولو او هم د معشیت لاسه ورکولو سبب شي او پرمختیايي لاس ته راوړنې د ګواښ سره مخ کوي".

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې افغانستان د یو سخت بشري بحران سره چې د اوږدې جګړې څخه د زیږیدلو عواملو، بې وزلۍ، د اقلیم د بدلون څخه راپورته شوي ټکانونه او د ساتنې د راپورته کیدونکي خطرونو سره په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره مخ دی. په دغه هیواد کې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو باندې متکي دي.

سټیفن دوجاریک ویلي چې دا شمیر د سوډان وروسته په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمیر دی. په سوډان کې ۳۰ میلیونه وکړي پر بشري مرستو باندې متکي دي.

سټیفن دوجاریک وویل: "زمونږ د بشري مرستو شریکانو دا یادونه کړې چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکي دواړه په کلکه په لوړه کچه پاتې دي. د روان کال په لومړۍربع کې نږدې ۱۵ میلیونه کسان – هرو دریو افغانانو کې یو – به په ډیره لوړه کچه د خوړو نه خوندیتوب تجربه کړي".

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تمه ده چې په روان کال کې به د پنځه کلنو څخه د کم عمر له ۳.۵ میلیون ماشومان او د یو میلیون څخه زیاتې امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې د خوارځواکۍ د لوړې کچې ناروغۍ باندې اخته شي.

همداشان ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ناچاودو توکو خطرونه لا همغسې پاتې دي چې له امله یې د اټکل له مخې هره میاشت تر ۵۵ پورې کسان مړه او یا ټپیان کیږي، چې اکثره یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په افغانستان کې د بودیجې د کمښت ستونزې ته په کتنې ویلي چې ډیرو زیاتواړمنو کسانواو ټولنو ته د مرستو د دوام لپاره یې خپلو پروګرامونو لومړیتوب ته بیا کتنه کړې ده.

په دې پروګرامونو کې د ګاونډیو هیوادونو څخه ستنیدونکي افغان کډوال او د روانو بارونو او سیلابونو له امله چې په راروانو میاشتو کې یې تمه کیږي مخ ته کیدونکو اړتیاو د زیاتیدو پروګرامونه شامل دي.

هغه وویل چې ملګرو ملتونو د بودیجې دغه کمښت ته په کتنې پریکړه کړې چې د ملګرو ملتونو د بیړنۍ مرکزي غبرګون د بودیجې (CERF) څخه په افغانستان کې دغو لومړیتوبونو لپاره ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.

ددې دمخه ملګري ملتونو ویلي وو، چې په افغانستان کې خپلو پروګرامونو ته د نړیوالې ټولنې له خوا د لازمې بودیجې د نه برابریدو له امله میلیونونو افغانانو ته د خوړو او روغتیايي مرستو په ګډون د مرستو بندیدو ته اړ شوي دي.

ملګري ملتونو ویلي وو چې په تیرو دوو کلنو کې یې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د دوام لپاره اړینه بودیجه نه ده ترلاسه کړې. افغانستان کې د بودیجې د کمښت ستونزه وروسته له هغې ډیره زیاته شوه چې د امریکا متحده ایالاتو د خپلو بهرنیو مرستو د ارزونې لپاره بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې ددغو مرستو د ځنډیدو له امله په افغانستان او پاکستان کې افغانانو لپاره یې د خیر ښیګڼې ځینې پروګرامونه تړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG