د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۴) په یوې اعلامیې کې د افغانستان د کندز په ښار کې د داعش ځانمرګی برید په کلکه وغنده او تروریزم یې د «افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ» وباله.
د امنیت شورا په بیانیې کې ویل شوي دي چې د «ترهګرو په دغه ناوړه برید کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل» شوي، خو دقیق ارقام یې نه دي ښودلي.
طالبان وايي د سه شنبې په سهار د کندز په ښار کې د کابل بانک مخې ته په ځانمرګي برید کې پنځه تنه وژل شوي او اوه تنه نور ژوبل دي.
خو عینيشاهدان واييچې په دې برید کې حد اقل ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي. په قربانیانو کې طالبان او عام خلک شامل دي.
د امنیت شورا غړو د وژل شویو له کورنیو سره غمرازي کړې او زخمیانو ته عاجله شفا غوښتې ده. د امنیت شورا غړو وویل چې په هر ځای، هر وخت او د هرې انګیزې په اساس او د هر چا له لوري چې کېږي، «هر ډول ترهګریز برید مجرمانه دی او د توجیه وړ نه دی.»
د امنیت شورا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د نړیوال منشور او نړیوالو قوانینو ته تعهد ته په کتو، د نړیوال امنیت او سولې په وړاندې د خطرونو او تروریستي اقدماتو سره په مبارزې ټېنګار وکړ.
د امنیت شورا په بیانیې کې له ټولو هېوادونو څخه غوښتل شوي، چې په فعال ډول له اړوندو مقاماتو سره په دې اړه همکاري وکړي.
همدغه راز د امنیت شورا د ترهګریزو بریدونو له عاملانو، تنظیموونکو، تامین کوونکو او مالي ملاتړو سره د حساب او کتاب او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، په دغه هېواد کې د اکثریت بریدونو مسئولیت د داعش-خراسان ډلې منلی دی. طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ځپلې ده.
د دوشنبې په ورځ له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې مسئولینو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د داعش څانګې «خطرناکې» دي.
د ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف وویل: «داعش-خراسان په افغانستان، سیمې او له سیمې د باندې یو مهم ګواښ دی.»
فورم \ دبحث خونه