د جرمني پولیس وايي یو ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) د مونیخ په ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې موټر وروستی او لږ تر لږه ۲۸ کسان ژوبل شوي دي.
پولیسو وویل چې پېښه د مونیخ ښار په یو څلورلاري کې سهار لس نیمې بجې داسې مهال شوې چې د کارګرانو د یوې اتحادیې غړي دغه څلورلاري ته د لاریون لپاره راوتلې وه.
د بایرن والي مارکوس زودر وویل په دې باور دی چې دا پیښه "قصدي برید" دی.
د مونیخ د پولیسو مشر کرسټیان هوبر وویل چې شکمن کس د پېښې په ځای کې نیول شوی خو د هغه بشپړ هویت او د ممکنه برید انګیزه نده ښودل شوې.
د پېښې له ځای څخه په خپرو شویو تصویرونو کې یو تخریب شوی موټر او له خلکو پاتې شوې بوټان او نور توکي لیدل کیږي.
پېښه هغه هوټل ته څېرمه شوی چې د جمعې په ورځ پکې د "مونیخ د امنیت کنفرانس" په نوم نړیواله درې ورځنې غونډه پیل کیږي.
په جرمني کې عمومي ټاکنو ته ۱۰ ورځې پاتې دي او په دغو ټاکنو کې کډوالي مهمه موضوع ګڼل کیږي.
ددې راپور ځینې معلومات د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه