د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د کابل بانک مخ ته ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې ده


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کندز په ښار کې د سه شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې لږ ترلږه پنځه تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي. (عکس ارشیف).
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کندز په ښار کې د سه شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې لږ ترلږه پنځه تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي. (عکس ارشیف).

د کندز ولایت په مرکز کې نن سه شنبه فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۳) د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی، چې د طالب چارواکو په وینا، لږ ترلږه پنځه تنه یې وژلي او اوه نور یې ژوبل کړي دي.

په کندز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار امریکا غږ ته وویل چې دا برید په ځايي وخت د سهار په ۸:۳۵ شوی.

هغه وویل: "نن ورځ سه شنبه ۸:۳۵ مخکې له غرمې د کندز ولایت کابل بانک ته څیرمه یو ځانمرګي بریدګر چې ځان پورې یې منفجره مواد پیچلې و بانک ته څیرمه یې ځان ته انفجار ورکړی چې په تعداد د پنځه تنه مجاهدین [طالبان] او عام وګړې د بانګ د محافظینو په شمول شهیدان او اووه تنه یې زخمیان کړي دی".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم امریکا غږ ته د لومړنیو معلوماتو پر اساس وویل چې په دې برید کې پنځه کسان مړه شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې د پیښې په اړه به جزئیات وروسته رسنیو سره شریک شي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې د پیښې په تړاو تر دامهاله څوک ندې نیول شوې خو د کندز ولایت امنیه قومانداني له اړوندو ارګانونو سره په هڅو کې ده ترڅو د پیښې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپارې.

ددې دمخه جمعه الدین خاکسار سیمه ییزو رسنیو ته ویلي وو چې دا چاودنه نن سهار د کابل بانک مخې هغه مهال و شوه چې د طالبانو د حکومت مامورین او نور عام وګړي د خپلو معاشونو اخیستلواو له بانک څخه د پیسو د ایستلو لپاره ددغه بانک مخې ته راټول شوي وو.

د پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د امنیتي منسوبینو په ګډون مامورین د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره د کابل بانک مخ ته راټول شوي وو، چې له امله یې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دې چاودنه کې اکثره تلفات د طالبانو د کندز او تخار ولایتونو امنیتي منسوبینو ته چې دغه بانک ته د معاش د اخیستلو لپاره تللي وو رسیدلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې چې د طالبانو له خوا په رسمي ډول تائید شوي نه دي ویل شوي چې په دې چاودنه کې ۲۵ کسان مړه شوي او تر ۱۵ پورې نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس ټپیان د پیښې له ځایه د طالبانو د عمري ۲۱‍۷ قول اردو روغتون ته انتقال شوي دي.

تراوسه لا کومې ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG