د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د نشه يي توکو سره د مبارزې او خصوصي سکتورپه اړه د کاري ډلې غونډې جوړې کړي


ددوحې ۳ غونډه د سولي او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمري دیکارلو په مشرې جوړه شوې وه.
ددوحې ۳ غونډه د سولي او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمري دیکارلو په مشرې جوړه شوې وه.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې د دوحې د ۳ غونډې د پریکړو د تعقیب په موخه یې په دغه هیواد کې د خصوصي سکټور د ملاتړ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړوند مسلو تیره اونۍ په انلاین بڼه د کاري ډلو په غوندو کې بحثونه کړي دي.

یوناما د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډې د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۲ او ۱۳ د تیر ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ او جولاۍ اول د قطر په پایتخت دوحه کې د ځانګړو استازو د ۳ غونډې د مواردو د تعقیب په موخه رامنځ ته او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شویو خپلواکو ارزونو راپور د سپارښتونو سره سمې جوړې شوې، چې د افغانستان د واکمنو چارواکو [طالبانو] سره د یو منظم ، همغږې او رغنده تعامل یوه برخه ده چې د افغان ولس د ګټې لپاره کار کوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "په دې کاري ډله کې د غړو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي، د افغانستان د واکمنو چارواکو استازي [طالبلانو]، د ښځو په ګډون د برخو اړوند کارپوهان، د ملګرو ملتونو ادارې، صندوقونه او پروګرامونه او نړیوالې مالي موسسې راټولې شوي دي".

ملګرو ملتونو ویلي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۸ جوړه شوې وه او ددغې ډلې دوېیمه غونډه د فبرورۍ په ۱۲ ترسره شوه چې په کې کروندګرو لپاره د دوامداره بدیل معیشت په لارو د ګډې کړنلارې او پانګونې پر پلان بحث ترسره شو چې د افغانستان د واکمنو چارواکو له خوا د کوکنارو د کرکیلې د بندیز له امله اغیزمن شوی دی.

همداشان افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر( یوناما) په دې خبرپاڼه کې د خصوصي سکټور د کاري ډلې د غونډې په اړه ویلي چې د خصوصي سکټور د کاري ډلې پرانیست غونډه د فبرورۍ په ۱۳ ترسره شوه. =

د یوناما د راپور پراساس دا غونډه د نړیوالې ټولنې، د افغانستان واکمنو چارواکو [طالبانو]، خصوصي سکټور د مهو هڅو پر بنسټ ولاړه ده.

ددغې خبرپاڼې له مخې په دغې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکټور د پراختیا لپاره د یوې هراړخیزې تګلارې پر اړتیا بحث وشو، چې په دغو بحثونوکې شته ستونزې په ګوته شوې په ځانګړي ډول هغه ستونزې چې د ښځو په مشرۍ کاروبارونه ورسره مخ دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د غونډې ګډونوالو د رڼې او ځواب ویونکې مالي او سوداګریزې حکمومتوالۍ لپاره د عملي ګامونو پر اړتیا هم ټینګار وکړ، ترڅوپه افغانستان کې د سوداګرو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي".

د دوحې ۳ غونډه د ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰ او د جولاۍ په اول د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هیوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی هم ګډون کړی و.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا د ګمارل شوي ځانګړي همغږې کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون سینرلي اوغلو د سپارښتنو پر اساس د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمري ډیکارلو په مشرې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او هم په دغه هیواد کې د خصوصي سکټور په ودې او ددغه سکټور پر وړاندې پر پرتو خنډونو باندې د نړیوالې ټولنې استازو د طالبانو د حکومت استازو سره خبرې کړې وې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د فریدون سینرلي اوغلو په سپارښتنو کې د عمومي منشي له خوا افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکلو سپارښتنه هم شامله وه، خو ددې سپارښتنې څخه د نږدې یو کال په تیریدو د ملګرو ملتونو عمومي منشي افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو څخه ډډه کړې ده.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له خوا افغاسنتان لپاره د ځانګړي استازې د ټاکلو سره مخالفت ښودلی وو او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د یوناما په شتون کې بل ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کیږي. د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې هم چین او روسیه د ځانګړي استازي د ټاکلو سره موافق نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG