د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) ښځو او نجونو ته د تعلیم د حق ورکولو او د یو ټول شمول تعلیمي چاپېریال په رامنځ ته کېدو ټېنګار وکړ.
یونسکو دا غوښتنه د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغه۲۳) په علومو کې د نجونو او ښځو د ونډې د نړیوالې ورځې په مناسبت وکړه.
دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «زده کړو او عصري علومو ته لاسرسی ښځې او نجونې د دې جوګه کوي چې ټولو ته روښانه اینده جوړه کړي.»
یونسکو همدغه راز په ساینس او تکنالوژۍ کې هم د ښځو د مشارکت په ارزښت ټېنګار کړی. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهېسې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو او کار او نورو مشارکتونو باندې بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
د طالبانو د خپلو ځینو مشرانو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په دغې تګلارې باندې انتقادونه کړي او د بدلولو غوښتنه یې کړې ده، خو په نجونو او ښځو باندې دا بندیزونه لا هم په خپل حال دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي، چې د نجونو په زده کړو باندې د طالبانو محدودیتونه «ویجاړونکي اغیزې» لري.
په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې ۱.۵ میلیون افغانې نجونې له زده کړو پاتې شوي او درې میلیارد درسي ساعتونه یې ضایع شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، ۳۰سلنه افغان نجونې هم لومړنیو ښوونځیو کې شاملې شوې نه دي او تقریبآ ۱۰۰۰ افغانې ښځې مجبورې شوې خپلې لوړې زده کړې پرېږدي.
یونسکو وایي دا مهال په نړۍ کې یوه په درېیمه پوهان ښځې دي او د دغه سازمان په خبره «ښځې چې څومره ډېر په علومو کې مشارکت ولري، نړۍ به هماغومره ډېره له ابتګاراتو او اختراعاتو څخه برخمنه شي او د ټولو اینده به» ښه شي.
فورم \ دبحث خونه