د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اسرایل په ګډه د میزایلو یو دفاعي سیستم وازمایه


اسرایل وایي دا سیستم یې له ایران او هر بل موقعیت څخ و توغول کېدونکي میزایل خنثی کولی شي
اسرایل وایي دا سیستم یې له ایران او هر بل موقعیت څخ و توغول کېدونکي میزایل خنثی کولی شي

امریکایي او اسرایلي چارواکي وايي چې د متحدو ایالتونو د الاسکا په ایالت کې یې په ګډه د میزایلو یو دفاعي سیستم ازمایلی او دا ازموینه بریالۍ وه.

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ ( جولاۍ ۲۸) وویل چې د (Arrow 3) دا دفاعي سیستم اسرایل د دې جوګه کوي چې له ایران او هر بل موقعیت څخه د توغول کېدونکي بلاستیکي میزایلو په وړاندې اقدام وکړي.

د متحدو ایالتونو د میزایلو دفاعي ایجنسي د (Arrow 3) د کشف او خنثی کولو ظرفیتونه لوی پرمختګ ګڼي.

اسرائیل دا میزایل د متحدو ایالتونو د بوینګ د الوتکو جوړولو له شرکت سره په ګډه تولید کړی دی. د (Arrow 3) میزایل د اسرائیلو تر ټولو پرمختللی راکټي سیستم بلل کیږي. دا سیستم کولی شي چې هغه توغندي چې هستوي کوپړۍ لري هم هوا ته وتوغوي او انتقال کړی.
اسرائیل له تېر کال راهېسې څو ځلې دا میزایل ازمایلی دی. اسرائیل او امریکا دا دفاعي سیستم داسې مهال تجربه کوي چې ایران له څو کلونو راهېسې لېرې وېشتونکي توغندي ازمایي. د ایران توغندي هم هستوي کوپړۍ لېږدولی شي.

XS
SM
MD
LG