د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په اسرائیل باندې د ۷.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور منظور کړ


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جمعه فبروري اوومه ( سلواغې ۱۹) په اسرائیل باندې د ۷.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د بمونو، توغندیو او نورو اړوندو تجهیزاتو پلور منظور کړ.

د امریکا د دفاع امنیتي همکارۍ ادارې ویلي چې پدې پلور کې د ۶.۷۵ میلیارد ډالرو په ارزښت بمونه، د توغندیو د رهبرۍ وسایل، فیوزونه او د ۶۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هیلفایر توغندي شامل دي.

د دفاع امنیتي همکارۍ ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې د وسلو پدې وړاندیز شوي پلور سره به اسرائیل وکړي شي د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو په مقابل کې خپلې وړتیاې پراخې کړي، کورنۍ دفاع به یې غښتلې شي او د سیمه ایزو ګواښونو مخه به ونیسي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د توغندیو په تر لاسه کولو سره به د اسرائیل هوایي ځواکونو وړتیا بهتره شي او وبه کړی شي چې د دې هیواد د سرحدونو، حیاتي زیربناوو او د خلکو د ګڼې ګوڼې مرکزونو دفاع پرې وکړي.


سره لدې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اسرائیل باندې ددې وسلو پلور منظور کړی خو کانګرس لا پرې هو نده کړې ؛ خو دا چې اسرائيل په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو تر ټولو نږدې متحد دی، احتمال نشته چې کانګرس به د وسلو دا پلور رد کړي.

په اسرائیل باندې د وسلو د پلور دا خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د دې هیواد مشر، بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته راغلی چې په غزې کې د حماس سره د اوربند راتلونکي پړاو په هکله د امریکایي چارواکو سره سلا مشورې وکړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس د وسله والو د ناڅاپي برید له کبله د اسرائیل د استخباراتي ناکامۍ له امله د کور دننه له پراخو نیوکو سره مخ دی، تورن شوی چې د جګړې په لومړیو کې د یرغمل‌شویو د خوشې کولو د تفاهم د لاسلیکولو په برخه کې یې ځنډ کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG