د لاس رسي وړ اتصالات

لوید آستن: افغانستان ته ولاړم چې واورم او پوه شم 


د امریکا د دفاع وزیر په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل
د امریکا د دفاع وزیر په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید آستن افغانستان ته خپل ناڅاپي سفر ګټور بللی دی.

ښاغلی آستن د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وری۱) کابل ته ولاړ او هلته یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل. د هغه د دغه سفر په اړه له مخکې رسنیو ته خبر نه و ورکړل شوی.

ښاغلي آستن په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «له ولسمشر اشرف غني سره په ملاقات خوښ شوم. زه افغانستان ته راغلم چې واورم او پوه شم. دا ملاقات زما لپاره ډېر ګټور و..»

ښاغلي آستن د دغه ملاقت په اړه نور جزیات نه دي لیکلي.

د ارګ اعلامیه وايي د دغه ملاقات په اړه وایي: «دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.»
د اعلامیې په اساس ښاغلي غني ویلي دي‌ چې «په کور دننه په ټولو کچو کې اجماع رامنځته شوې او موږ به له دې موقع او اجماع څخه بشپړه استفاده وکړو.»

ښاغلي آستن له ولسمشر غني سره له ملاقات وروسته ځینو خبریالانو سره هم وغږېده. په دغو خبرو کې له هغه د طالبانو د هغه ګواښ په اړه پوښتنه وشوه که امریکايي ځواکونه تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه ونه وتل، دوی به پرې بریدونه وکړي.

لوید آستن وویل ډاډه دی چې امریکايي ځواکونه دفاع کولی شي. ښاغلي آستن په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال میلر نوم واخیست او وویل:«زه د هغه په ظرفیت پوره باور لرم چې زموږ ځواکونه خوندي ساتلی شي.»

د امریکا د دفاع وزیر کابل ته تر سفر مخکې اسلام ته هم تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او خبرې کړي دي.

دا سفر داسې مهال کیږي‌چې د جوبایډن اداره وایي د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو-امریکا ترمنځ شوی تړون ارزوي.

د تړون په مهمو مادو کې دا خبره راځي‌چې طالبان به له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي، خشونت به کموي او د افغان حکومت سره به د سولې خبرې پیل کوي چې جګړه ختمه شي.

امریکایي چارواکي طالبانو د تړون شرطونه نه دي پوره کړي،‌ خو طالبان دا خبره ردوي.

XS
SM
MD
LG