د لاس رسي وړ اتصالات

د انساني قاچاقو په اړه د امریکا کلنی راپور؛ افغانستان د بدو هېوادونو په کتار کې دی


د ځینو هغو هېوادونو نقشې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د انساني قاچاقو له پلوه بد بلل شوي
د ځینو هغو هېوادونو نقشې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د انساني قاچاقو له پلوه بد بلل شوي

د امریکا متحدو ایالتونو په نړۍ کې د انسانانو د قاچاقو په اړه د نظر پوښتنې کلنی راپور خپور کړ، چې افغانستان، چین او روسیه په کې د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې د انساني قاچاقو له پلوه د نړۍ تر ټولو بد ځایونه پېژندل شوي.

په راپور کې افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په لست کې شامل دی، چې حکومتونه یې د انساني قاچاقو، د حکومت په تمویل شویو پروګرامونو کې د قاچاقو، د حکومت اړوندو چارو او یا ټولو برخو کې د اجباري کار، په حکومتي کمپونو کې د انسانانو د مریتوب او د ماشومانو د جذب او جلب لپاره تګلارې او مستندې طرحې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه کلني راپور کې همدغه راز افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راغلی، چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل له میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د مارچ تر میاشتې پورې یې حکومتونو د وسله والو ډلو ننګه کړې، ماشومان یې جنګي لیکو کې شامل کړي او یا یې ترې بده استفاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېرکال ادعا وکړه ماشومان یې له خپلو لیکو څخه اېستلي دي. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت طالبانو ته سپارښتنه کړې وه چې کم عمره ماشومان او بې ږېرې هلکان جلب او جذب نکړي.

افغانستان داسې مهال د انساني قاچاقو له پلوه د نړۍ په ۱۱ هېوادونو کې شامل شوی، چې طالبان د ۲۰۲۱ د ا ګست په میاشت کې بیا په دغه هېواد باندې واکمن شول. د هغوی له راتګ وروسته له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې څه باندې ۱۰۰زره کسان، چې د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، د ناټو ځواکونو ژباړونکي، همکاران، خبریالان او نور شامل دي، واېستل شول.

د راپورونو په اساس، د طالبانو له راتګ وروسته، سلګونه زره خلک پاکستان او ایران ته تللي دي او هڅه کوي چې له دې لارو اروپا او نورو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا راپور د پنجشنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵مه) خپور شوی او برما، کمبودیا، اریتیریا، شمالي کوریا، سویلي سودان او وینزویلا د هغوو ۲۴ دولتونو په منځ کې دي چې د انساني قاچاقو له پلوه ستونزمن بلل شوي دي.

د انساني قاچاقو د قربانیانو د حفاظت لپاره د امریکا د ۲۰۰۰ کال د قانون په اساس، د افغانستان په ګډون دا هېوادونه په تر ټولو ټېټې کټګورۍ [Tier 3] کې راغلي دي. په دغې کټګورۍ کې هغه هېوادونه شامل دي چې د انساني قاچاقو د مخنیوي د معیارونو په ټېټې کچې کې راځي او د دغو معیارونو د مراعت کولو لپاره یې اغیزناکې هڅې نه دي کړې.

دا قانون متحدو ایالتونو سره مرسته کوي، چې د نویو سرچېنو او وسایلو څخه په استفادې سره په کور دننه او بهر د انسانانو د غلام کولو د مخنیوي منظم او هر اړخیز کمپاین وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاقو په کلني راپور کې همدغه راز لیبیا، سومالیا او یمن «ځانګړې قضیې» ګڼل شوې، چې د کورنیو جګړو له کبله د معلوماتو ترلاسه کول په کې سخت شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې راپور د اندېښنې وړ یو شمېر مسائیل- د زلمیانو او ځوانانو د قاچاقو زیاتېدل، د دوامداره اجباري کار پراختیا او د انلاین جعل کارۍ [سکیم] په مرسته د کارګرانو د قاچاقو- زیاتوالی برسېره کوي.

بلینکن ویلي دي: «د [کرونا وبا] دا بهیر نور هم چټک کړی دی. قاچاق کوونکو د پراخې بېکارۍ څخه په استفادي او د جعلي دندو په اعلانولو سره قربانیان ګمارلي او بیا یې مجبور کړي چې دا نړیواله جعل کاري مخې ته یوسي.»

له دې هر څه سره سره، بلینکن په ۲۰۲۳ کال کې د انساني قاچاقو د مخنیوي په برخه کې د ځینو پرمختګو یادونه هم وکړه. هغه وویل چې لسګونو هېوادونو د انساني قاچاقو د مخنیوي، د ژغورل شویو د خوندیتوب او د دغو جرمونو مرتکبینو ته د سزا ورکولو په برخه کې اغیزناک اقدامات کړي دي.

نوموړي وویل چې متحده ایالتونه د انساني قاچاقو مخنیوي ته ژمن دی، ځکه چې د هغه په خبره دا په بشري حقونو او ازادیو باندې تېری دی. هغه ویلي دي چې دا کار د هر انسان، چې غواړي په خپل ژوند او فعالیتونو واک ولري، نړیوال حقوق زیانمنوي. دا مهال په نړۍ کې ۲۷ میلیون انسانان له دغو ازادیو څخه بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG