د متحده ایالاتو څخه جمعه فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۶) د لومړي ځل لپاره یوه نظامي الوتکه چې ۱۱۹ غیرقانوني کډوال پکې سپاره و، پاناما ته ورسیده.
د پاناما جمهور رئیس، هوزې راول مولینو په خبري کنفرانس کې وویل چې پدې کډوالو کې د افغانستان، چین، اوزبیکستان او پاکستان اتباع شامل وو او دا چې نور کډوال به هم په نظامي الوتکو کې د متحده ایالاتو څخه دې هیواد ته ولیږدول شي.
پاناما د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت ته وړاندیز کړی و چې لدې هیواد څخه شړل شوي کډوال وړاندې تر دې چې خپلو هیوادونو ته ولیږدول شي، کیدای شي لومړی دې هیواد ته انتقال شي.
د پاناما جمهور رئیس زیاته کړه چې دا غیرقانوني کډوال د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو په الوتکې کې دې هیواد ته رسیدلي او تر څنګ یې دا هم وویل چې ښایي ټول ټال ۳۶۰ کډوال د متحده ایالاتو څخه دې هیواد ته په دریو پروازونو کې ولیږدول شي.
ښاغلي مولینو ویلي چې دا کډوال به لومړی پدې هیواد کې پناځایونو ته ولیږدول شوي او له هغه ځای څخه به خپلو اړوندو هیوادونو ته واستول شي.
د پاناما جمهور رئیس دا ندي ویلي چې پدې غیرقانوني کډوالو کې څومره یې افغانان او څومره یې د نورو هیوادونو اتباع دي.
د پاناما د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحده ایالاتو حکومت ترې ددې کډوالو د منلو غوښتنه کړې وه او دا یې هم ویلي چې د امریکا حکومت د ملګرو ملتونو ادارو د لارې ددې کډوالو د بیرته ستنولو لګښت ورکوي.
پاناما ته استول شوي هغه کډوال دي چې متحده ایالاتو ته په ناقانونه توګه ورغلي وو او په سرحد کې نیول شوي وو. د پاناما حکومت ویلي چې دې کسانو په امریکا کې هیڅ ډول جرمي سابقه نه درلوده.
فورم \ دبحث خونه