د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې هغه کس اعدام شو چې خپله مور یې وژلې وه


=
=

د امریکا د ټکساز په ایالت کې چارواکو د چهار شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) هغه کس اعدام کړ چې کابو ۲۰ کاله مخکې د خپلې مور په وژلو تورن شوی وو.

د یاد ایالت عدلي چارواکو وویل چې ۶۱ کلن تریسي بییتي نن ماښام د هانتسویلي ښار په یو زندان کې اعدام شو.

بییتي‌ په ۲۰۰۴ کال کې د خپلې ۶۲ کلنې مور کارولین کلیک په وژلو محکوم شوی وو. چارواکو ویلي چې هغه خپله مور په ۲۰۰۳ کال کې کړې وه.

د محکمې اسناد ښکاره کوي چې بییتي له دې مخکې د غلا او تعرض په جرمونو هم زنداني شوی وو او سره له دې چې له خپلې مور سره یې ښه روابط نه درلودل، له هغې سره یې ژوند کاوه. خو کله چې مور یې له هغه وغوښتل چې له کور څخه یې ولاړ شي، هغه یې په وهلو ټکولو ووژله.

د نوموړي وکیلانو څه موده مخکې هڅه وکړه چې خپل موکل رواني ناروغ ثابت کړي او د اعدام مخه یې ونیسي.

تیره میاشت دوو ډاکټرانو له هغه سره ملاقات وکړ خو ویې ویل په دې ونه توانیدل چې نوموړی په بشپړ ډول معاینه کړي‌ ځکه د زندان مسولینوو په بشپړ ډول د هغه لاسونه خلاص نکړل.

خو بییتي نن د زهري موادو د پیچکارۍ په واسطه ووژل شو.

دا په روان میلادي کال کې په ټولې امریکا کې دیارلسم او په ټکساز کې څلورم کس شو چې اعدامیږي.

XS
SM
MD
LG