د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې کې د امریکا د پوځ الوتکه غورځېدلې او څلور سرتېري مړه شوي


دې الوتکې د ناټو په نظامي تمریناتو کې برخه درلوده چې د جمعې په ورځ ورکه شوه.
دې الوتکې د ناټو په نظامي تمریناتو کې برخه درلوده چې د جمعې په ورځ ورکه شوه.

د ناروې د دفاع وزارت وایي د امریکا د سمندري ځواکونو د هغو څلورو سرتیرو مړي پیدا شول چې د ناټو د پوځي تمریناتو پر وخت یې الوتکه نسکوره شوې وه.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې یوې ژغورونکې هیلکوپترې د دې امریکایي سرتیرو مړي د ناروې په شمال کې د بوډو په جنوبي برخې کې پیدا کړي.

د دې امریکايي سرتیرو (V-228 Ospery) الوتکه د جمعي په ورځ مارچ ۱۸ په همدې سیمې کې د ناټو په تمریناتو کې ورکه شوې وه. د ناروې د دفاع وزارت ویلي چې د دې امریکايي سرتیرو مړي به متحده ایالاتو ته ولیږدول شي.

ناټو پدې نظامي تمریناتو کې د دې سازمان د غړیو هیوادونو او شریکانو شاوخوا ۳۰ زره سرتیري برخه لري چې د سړې هوا لپاره د چمتووالي لپاره کیږي.

په نظامي تمریناتو کې چې ټاکل شوې د اپریل د میاشتې تر اولې نیټې به دوام ولري، شاوخوا ۲۰۰۰ الوتکې او ۵۰ کښتۍ برخه لري.

د پیښې په هکله په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي چې دا الوتکه د غره سره جنګیدلې خو لا دا خبر دقیق شوی ندی او چارواکي وایي پدې هکله پلټنې روانې دي.

د پولیسو د پلټنې د ډلې مشر کرسشین وکران کارلسن ویلي چې د پیښې په ځای کې د خرابې هوا له کبله د ژغورنې او لټون عملیات ډیر سخت و خو زیاتوي چې د جسدونو پیدا کول د هغوي لپاره لومړیتوب درلود.

په همدې حال کې په ناروې کې مطبوعاتو ویلي چې د الوتکې تور بکس میندل شوی چې د پلټونکو سره به پیښې په هکله په پلټنو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG