د لاس رسي وړ اتصالات

پر تایوان د امریکا د وسلو پلورلو معاملې چین پارولی 


پنځه بېلابېلې سرچینې وايي چې د امریکا حکومت له تایوان سره د وسلو پلورلو د دریو تړونونو په اړه نور پرمختګ هم کړی او کانګرس یې خبر کړی چې دا معامله تائید کړي.

دغو سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي وویل چې د سنا د بهرنیو اړیکو او د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو کمېټو مشرانو ته ویل شوي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر تایوان د وسلو د خرڅولو درې پلان شوي تړونونه تائید کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د پلورلو بهرنۍ معاملې څاري.

دغو کمېټو ته د راکټ توغولو د یو سیستم، له ځمکې څخه هوا ته د اوږد واټن وېشتونکو توغندیو او د اف-۱۶ جټ الوتکو د هغې زیرکې الې په اړه چې له فضا څخه تصویرونه او معلومات ځمکې ته لېږدوي، غیر رسمي یادښت استول شوی.

د سرچینو په حواله، د لویو او مغلقو ډرون الوتکو، د «هارپون» توپ، د بېړیو ضد میزایلو او د اوبو لاندې ماینونو په اړه به هم ګانګرس ته ژر یادښت واستول شي. ټاکل شوې دا ټولې وسلې پر تایوان وپلورل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: « د پالیسۍ په اساس، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وړاندیز شوې دفاعي معاملې په اړه تر هغه رسمي خبرې نکوي او نه یې تایدوي، تر څو ګانګرس رسمآ خبر شوی نه وي.»

پر تایوان د امریکا د وسلو پلورلو د تړون په اړه په لومړي ځل په سپتمبر کې د رویټرز خبري اژانس راپور خپور کړ او وویل چې د امریکا اوه پرمختللې وسلې تایوان ته صادریږي.

په واشنګټن کې د چین سفارت ته د دغو راپورونو په اړه یو ایمیل واستول شو. په ځواب کې یې سفارت واشنټګټن هڅولی دی چې «پر تایوان د وسلو پلورل او تایوان سره پوځي‌ روابط بند کړي. دا کار به د چین-امریکا روابط او په سیمه کې سوله او ثبات ډېر زیانمن کړي. چین پر تایوان د امریکا د وسلو پلورلو کلک مخالف او خپل امنیت او حاکمیت ته ژمن دی.»

د امریکا د سنا او د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې دا حق لري چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د رسمي ‌یادښت تر ترلاسه کولو مخکې، د یو غیرې رسمي‌ ارزونې په اساس دا معامله وګوري او مخه یې ونیسي. خو داسې نه ښکاري چې استازي‌ دې د دې معاملې مخالفت وکړي.

په واشنګټن کې د تایوان د استازي دفتر وویل چې په دې اړه کومه تبصره نکوي. د تایوان د دفاع وزارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې څو ورځې مخکې د امریکا د ملي امنیت مشاور رابرټ اوبراین پر تایوان غږ وکړ چې پر خپلې دفاع ډېر لګښت وکړي، اصلاحات راولي او چین ته پر تایوان د یرغل د هڅې خطرونه په ګوته کړي.

هغه په زوره د تایوان د بیا نیولو د هرې هڅې په اړه خبرداری ورکړ. چین تایوان ته د یو «سرکښ ایالت» په سترګه ګوري او ویلي دي که ضرورت و، په زوره به یې ونیسي او د چین [له اصلي ځمکو] سره به یې بیا یوځای کړي.

XS
SM
MD
LG