د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکايي عسکر په خپلې قطعې د "جهادي برید" پلان جوړ کړی و 


تصویر د تورن سرتیري نه دی. له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر د تورن سرتیري نه دی. له ارشیف څخه اخیستل شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو یو سرتېری پر خپلې پوځي قطعې باندې د ډله ایز برید د پلان او طرحه په جوړولو رسمي تورن شو.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي دغه سرتېري یوې "نژاد پرستې او متعصبې" ډلې ته چې د «نهو پرښتو فرمان» نومیږي، د خپلې پوځي قطعې په اړه حساس معلومات استولي وو.

دغه سرتېری ایتان میلزر نومیږي او ۲۲ کاله عمر لري. دی تورن دی چې د خپلې پوځي قطعې د موقعیت، د تګ راتګ او امنیت په اړه یې دغې ډلې ته معلومات استولي دي.

د دغې قضیې په اړه د دوشنبې په ورځ جون۲۲ (چنګاښ۲) د ۱۴ مخونو یو راپور خپور شو. راپور وايي‌ چې ښاغلی میلزر په ۲۰۱۸ کې د امریکا په پوځ کې داخل او په ۲۰۱۹ کې یې د «نهو پرښتو فرمان» د ډلې غړی شو.

وايي کله چې هغه د ۲۰۲۰ د اپریل په میاشت کې پوه شو چې په اروپا کې یې مېشته پوځي قطعه بل هېواد ته انتقالیږي، په اړه یې خپلې "متعصبې" ډلې ته معلومات واستول.

د امریکا د عدلیې وزرات وايي: "میلزر او نورو ملګرو یې پلان جوړ کړی و چې د سرتېرو د انتقال پر مهال په داسې وسایلو په خپلو ملګرو برید وکړي چې ډله ایز تلفات اړوي. دوی خپله دغه حمله "جهادي برید"نومولی و.

د امریکا د فدرال د پلټنو څانګې او د امریکا پوځ د ۲۰۲۰ د مۍ په وروستیو کې د ښاغلي میلزر دا پلان کشف کړ او د جون په لسمه نېټه یې د نیویارک په ښار کې ونیو.

اوس ایتان میلزر په شپږو قضیو کې رسمي تورن شوی دی چې د امریکايي اتباعو د وژلو تور هم په کې شامل دی. که دا تور پرې ثابت شي، تر ټولو سخته سزا به یې دا وي چې ټول عمر به په زندان کې تېروي.

چارواکي وايي‌ چې نوموړي څارنوالو ته په خپلو خبرو کې اعتراف کړی دی چې "په دغه پلان کې یې لاس درلوده او هوډ یې کړی و چې برید وکړ او خپل ډېر پوځي ملګري ووژني."

ویل کیږي د «نهو پرښتو فرمان» ډله، چې ښاغلي میلزر یې غړی دی، په برتانیا کې مېشته ده، د فاشیستانو، نازیانو او نورو متعصبو ډلو فعالیتونه ستايي. راپورونه وايي‌ چې دغه ډله د اډولف هټلر او اسامه بن لادن صفتونه هم کوي.

XS
SM
MD
LG