د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مشرۍ ایتلافي قواوو د سوریې الوتکه ویشتلې


د امریکا یوې جټ الوتکې د سوریې د حکومت د هوایي قواو یوه الوتکه د هغې نه وروسته وویشتله چې یې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په قواوو بمباري وکړه.

پینټاگان پرون د یکشنبې په ورځ ( جون ١٦ ) وویل چې د سوریې قواوو هغه وخت په دوې بمباري وکړه چې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف قواوو د اسلامي دولت د ډلې په ضد عملیات کول.

پینټاگان وایي چې د یکشنبې په ورځ د سوریې ایس یو ٢٢ ډوله جنگي الوتکې د تبقاه سیمې ته نږدی د ائتلاف په قواو بمباري وکړه چې ائتلافي قواوو ورته ځواب ورکړ او و یې غورځوله.

د سوریې د پوځ ادعاگانې

له بلې خوا د سوریې پوځ هم د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړیده چې وایي د امریکا په مشرۍ د ائتلاف قواوو یې د رقا په ښار کې یوه الوتکه ویشتلې ده. د سوریې پوځ وایي چې دغه الوتکه هغه وخت په نښه شوي وه چې په دغه سیمې کې یې د اسلامي دولت د ډلې په ضد عملیات کول.

د سوریې دولتي ټلویژن وایي چې د یکشنبې په ورځ په ماسپښین په دغه پیښې کې د پوځ یوه الوتکه غوریځیدلې او پیلوټ یې لادرکه دی. د سوریې پوځ زیاته کړیده چې "دغه حمله د دی لپاره شویده چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد زمونږ عملیات ناکامه شي. د سوریې پوځ د خپلو ملگرو سره یو ځای کوښښ کوي چې دغه سیمه د ترهگرو نه پاکه کړي."

دغه اعلامیه زیاتوي "دا حمله په داسې وخت کې شویده چې د سوریې پوځ د اسلامي دولت د ډلې په ضد د پام وړ پرمختگ کړیدی."

د امریکا په مشرۍ د ائتلاف قواوو په وروستیو کې د سوریې په شمال او د رقا په ښار کې هوایي بمبارۍ زیاتې کړیدي او وایي چې د سختدریځو نه یې یو شمیر سیمې بیرته نیولې.

د سوریې پوځ هم وایي چې د رقا جنوب خوا ته یې د اسلامي دولت د ډلې نه د تیلو زیرمې او کلي بیرته نیولې دي. دغه سیمې د دریو کلونو نه د داعش په کنټرول کې وی.

XS
SM
MD
LG