د لاس رسي وړ اتصالات

 امریکا پر ایران نور بندیزونه لګوي


ولسمشر ټرمپ د امنیت د ځانګړې غونډې شورا د غونډې مشر و
ولسمشر ټرمپ د امنیت د ځانګړې غونډې شورا د غونډې مشر و

ولسمشر ټرمپ یو وارې بیا پر ایران کلک انتقادونه وکړل او دغه هېواد یې د ترهګرو پالونکی وباله.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر۲۶) د ملګر وملتونو د امنیت د شورا په ځانګړې غونډې کې ایران د ترهګرو ملاتړی او ترهګرو ډلو ته د وسلو او پېسو برابروونکی او ورکوونکی وباله.

دا غونډه د ډله ایزو وژنو د وسلو د مخنیوي په اړه وه چې ولسمشر ټرمپ یې مشري کوله. متحده ایالتونه دا میاشت د امنیت د شورا دغونډې مشري په غاړه لري.

ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړ چې ایران د سیمې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې او ترهګرو ډلو د ملاتړ له کبله به له نورو بندیزونو سره مخامخ شي.

خو ښاغلي ټرمپ په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

هغه همدغه راز وویل امریکا ځکه له ایران سره د اتومي تړون څخه ووتله چې په خبره یې د ایران د رژیم مالي منابع ختمې کړې.

ایران له امریکا او د نړۍ له زبر ځواکونو سره اتومي تړون وکړ، د تړون له مخې ایران به اتومي وسلې نه جوړوي او په بدل کې به یې پر تهران لګول شوي بندیزونه لېرې کیږي. خو واشنګټن وايي دا تړون نیمګړی و.

ښاغلي ټرمپ وویل هغه حکومتونه چې د ایران غوندې سابقه لري، باید د ډله ایزو وژنو وسلې ونلري.

نوموړي ایران او روسیه تورن کړل چې په سوریې کې د رژیم له لوري د کیمیاوي وسلو په کارولو سترګې پټوي خو د سوریې په ادلب کې یې د نورو جنګونو د مخنیوي لپاره د ایران، ترکیې او روسیې رول وستایه.

امریکا او ایتلافیان د سوریې د رژیم مخالفان او روسیه او ایران بیا د رژیم موافقان دي.

ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې هم پر ایران کلک انتقادونه وکړل. هغه تر غونډې مخکې وویل چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره نه وي.

XS
SM
MD
LG