د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او بریتانیا: په بنګله دیش کې انتخابات عادلانه او آزاد نه و


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بنګله دیش کې د تیرې اوونۍ عمومي انتخابات "آزاد او عادلانه" نه و او د انتخاباتو پر مهال یې د بې نظمیو او تشدد پیښې غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر ویلي چې متحده ایالات په بنګله دیش کې د زرګونو سیاسي مخالفینو په نیول کیدو او د انتخاباتو په ورځ د ګډوډیو راپورونو په هکله اندیښنه لري.

ویاند وړاندې ویلي، "متحده ایالات د نورو څارونکو سره ګډ نظر لري چې دا انتخابات آزاد او عادلانه نه و او افسوس کوو چې ټولو ګوندونو پکې برخه نه وه اخیستې".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه له بنګله دیش غوښتي چې د تشدد راپورونو په هکله "باوري" پلټنې وکړي او هغوي چې پکې لاس لري، حساب کتاب دې ورسره وشي.

پدې انتخاباتو کې چې همدا تیره یکشنبه جنوري اوومه وشول، د بنګله دیش صدراعظمې شیخ حسینې واکمن عوامي لیګ ګوند د پارلمان ۷۵ په سلو کې څوکۍ وګټلې او هغه د څلورمې دورې لپاره د هیواد صدراعظمه شوه.

خو پدې انتخاباتو کې د بنګله دیش ملت پال ګوند په ګډون چې مهم سیاسي مخالف بلل کیږي او نورو ګوندونو برخه نه وه اخیستې ځکه هغوي ویلي و چې د اوسنۍ صدراعظمې تر واک لاندې به انتخابات راڼه او عادلانه نه وي.

د انتخاباتو څخه وړاندې حکومت د سیاسي مخالف ګوند، بنګله دیش ملت پال ګوند ډیرې غړي او پلویان نیولي او بندیان کړي و.

BNP او نورو ګوندونو په انتخاباتو کې د نه برخې اخیستو پریکړه کړې وه او دا عمومي انتخابات یې "تش په نامه" بللي دي.

د متحده ایالاتو تر څنګ بریتانیې هم ویلي چې په بنګله دیش کې عمومي انتخابات عادلانه او آزاد نه و. بریتانیې ویلي چې د انتخاباتو تر کیدو پورې دیموکراتیک اصول په پرله پسې توګه په پام کې نه و نیول شوي.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دیموکراتیک انتخابات پدې پورې اړه لري چې سیالي پکې "اعتباري، آزاده او عادلانه" وي او دا چې بشري حقونو ته درناوی، د قانون حاکمیت او قانوني طی مراحل د دیموکراتیک بهیر مهم عناصر دي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د بنګله دیش په انتخاباتو کې همدا اصول په پرله پسې توګه نه و عملي شوي.

وزارت همدرانګه د حکومت لخوا د ګڼ شمیر سیاسي مخالفینو په نیول کیدو اندیښنه ښودلې.

اروپایي اتحادیې هم پدې انتخاباتو کې د مهمو سیاسي مخالفینو په نه ګډون افسوس ښودلی او د انتخاباتو پر مهال د ګډوډیو پلټنه یې غوښتې.

د دې اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل په یوې اعلامیې کې ویلي، "اروپایي اتحادیه افسوس څرګندوي چې ټولو غټو ګوندونو پدې انتخاباتو کې ګډون نه و کړی".

سره لدې چې ښاغلي بوریل ویلي د شیخ حسینې حکومت سره په مختلفو برخو کې کار کولو ته دوام ورکوي خو تر څنګ یې پدې هم ټینګار کړی چې د اروپایي اتحادیې او بنګله دیش اوږد مهال شراکت د "دیموکراسۍ په ارزښتونو، بشري حقونو او د قانون په حاکمیت" قوي کیږي.

د هند په ګډون بنګله دیش د هند – آرام سمندر په سیمې کې د متحده ایالاتو د ګټو لپاره یو مهم شریک دی خو چین، روسیې، هند او یو شمیر نورو هیوادونو بیا شیخ حسینې ته پدې انتخاباتو کې د بریالۍ کیدو مبارکیانې ورکړیدي او د ګډ کار کولو ژمنې یې ورسره کړي.

د بنګله دیش ملت پال ګوند چې مشري یې پخوانۍ صدراعظمه خالده ضیا کوي او یو شمیر نور متحدونو ګوندونو یې ددې انتخاباتو سره مقاطعه اعلان کړې وه.

د میرمن ضیا ګوند ویلي چې څه باندې ۲۰ زره پلویان یې نیول شوي خو حکومت دا شمیرې رد کړي او وایي یوازې هغوي یې نیولي چې په ورانکارۍ کې یې لاس درلود.

د ۱۹۷۱ میلادي کال راهیسې چې بنګله دیش د پاکستان څخه خپلواکي اخیستې، دا پدې هیواد کې دولسم ځل دی چې عمومي انتخابات کیږي.

شیخ حسینه چې ۷۱ کاله عمر لري، د بنګله دیش باني شیخ مجیب الرحمان لور ده چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ کال کې د دې هیواد صدراعظمه شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG