د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراتان د استماعیه غونډو وروسته څه کوي؟


د جمهور رئیس ډانلډ ترمپ د استیضاح لپاره د دیموکراتانو د دوو اوونیو استماعیه غونډې د اوس لپاره پای ته رسیدلي دي.

دیموکراتانو په تیرو دوو اونیو کې د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت له یو شمیر اوسنیو او پخوانیو چارواکو څخه سختې پوښتنې وکړې.

د امریکا د استازو مجلس د استخباراتو کمیټه به اوس ټول اسناد د مجلس قضایه کمیټې ته سپاري او یاده کمیټه به صورت دعوا جوړوي.

شاهدانو د استازو مجلس وکیلانو ته ویلي چې د جمهور رئیس شخصي وکیل روډي جولیاني د اوکرایني چارواکو لخوا د تحقیقاتو د اعلانولو لپاره فشار راوړی وو.

د اروپايي ټولنې لپاره د امریکا سفیر ګورډن سانډلند وویل: " موږ ټول پوهیدو که له ښاغلي جولیاني سره کار کول رد کړو، موږ به د امریکا او اوکراین ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره موقع له لاسه ورکړو ځکه مو د جمهور رئیس اوامر تعقیب کړل."

خو هیڅ یوه شاهد په مستقیم ډول د جولیاني غوښتنې له ټرمپ سره مرتبطې ونه ګڼلې. جمهوري غوښتونکي وايي د فساد په اړه د سپینې ماڼۍ اندیښنه ، د مرستو د ځنډیدو لامل شوه.

د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر کیون مک کارتي وویل: " زه فکر کوم جمهور رئیس په اوکراین کې د حکومت په بدلیدو ډاډمن وو هغه غوښتل چې د بدلونونو له راتلو ډاډمن شي."

جمهور رئیس ټرمپ څو ساعته مخکې ټویټ کړی او ویلي دي چې هلته د استیضاح ملاتړ موجود نه دی او زیاته کړې چې دیموکراتان باید د یوې نوې لوبې له پلان سره رامخ ته شي.

د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي وايي علني استعماعیه غونډو ثابته کړه چې ټرمپ له واک څخه ناوړه استفاده کړې او د استیضاح وړ دی.

په وروستۍ میاشتو کې د ولسمشر د استیضاح له تحقیقاتو نه د ولسونو ملاتړ هم زیات شوی دی.

دیموکراتان هیله من دي چې دا بهیر دوام پیدا کړي او د روان کال تر پای ته رسیدو مخکې رای ګیري هم وکړي.

XS
SM
MD
LG