د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د کاونا په اړه تحقیقاتو کې مداخله نه کوو


د امریکا سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د سترې محکمې لپاره د نوماند بریټ کاونا په اړه د ایف بي آی په تحقیقاتو کې هیڅ ډول مداخله نه کوي

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا فیډرالي تحقیقاتي اداره د کاونا خلاف د جنسي ځورونو د تورونو د پلټنو لپاره ازاده ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز د فاکس نیوز سره په یوې مرکې کې وویل چې هغوي د دغې پروسې د کنټرولولو کوښښ نه کوي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د سنا د جمهوري غوښتونکي غړیو د فشار نه وروسته په کاونا د جنسي تورونو د پلټلو لپاره ایف بي آی ته د تحقیقاتو امر وکړ.

د امریکا ځینو رسنیو چې پکې د نیویارک ټایمز، والسټریټ ژورنال او این بي سي شامل دي، د شنبې په ورځ راپورونه خپاره کړل چې سپینه ماڼۍ کوښښ کوي چې د تحقیقاتو پروسه کنټرول کړي نو ځکه یې ایف بي آي ته د شاهدینو یو لسټ ورکړیدی.

XS
SM
MD
LG