د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان پاکستان کې د ناروغیو د آفت خبرداری ورکړی


پاکستان کې وار د مخه ګڼ شمیر ماشومان په ملاریا، ډینګې تبې او نس ناستې اخته شوي
پاکستان کې وار د مخه ګڼ شمیر ماشومان په ملاریا، ډینګې تبې او نس ناستې اخته شوي

پداسې حال کې چې په پاکستان کې ډاکټران او د روغتیایي ادارو کار کوونکي د اوبو څخه د پیدا شویو ناروغیو په درملنې اخته دي، د روغتیا نړیوال سازمان شنبه سپټمبر ۱۷ (وږي۲۶) پدې هیواد کې د سیلابونو څخه وروسته د بل آفت د راتګ خبرداری ورکړی.

د (ډبلیو اچ او) مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسوس په یوې اعلامیې کې په پاکستان کې د سیلابونو څخه وروسته د ناروغیو او مړینې د یوې بلې څپې په په راتګ ژوره اندیښنه څرګنده کړې .

ښاغلي ګیبریسوس ویلي چې سیلابونو په پاکستان کې مهم روغتیایي مرکزونه زیانمن کړي او د ملیونونو کسان ژوند یې په خطر کې اچولی.

هغه زیاته کړې، " د اوبو اکمال ګډوډ شوی او خلک مجبور دي چې غیر صحې اوبه وڅښي خو که مونږ سمدستي عمل وکړو چې د خلکو روغتیا خوندي شي او ضروري روغتیایي خدمات خلکو ته ورسوو، کولی شو چې ددې راتلونکي بحران اغیز د پام وړ توګه راکم کړو".

د دې نړیوالې ادارې مشر په اعلامیې کې همدرانګه ویلي چې سیلابونو او بارانونو په پاکستان کې نږدې ۲ زره روغتیايي مرکزونه یا په بشپړه توګه تبا کړي او یا څه نا څه زیان ورته رسولی او د بسپنه ورکوونکو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې په په سیلاب ځپلي پاکستان کې د خلکو د ژوندانه د ژغورلو لپاره دې په خلاص لاس مرستې وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د ګډون لپاره د نیویارک ښار ته روان شوی، د خیریه مؤسسو او بشر پالو مرسته کوونکو اشخاصو څخه وغوښتل چې د سیلاب ځپلو ماشومانو لپاره دې د خوراکي موادو، کمبلو، کالیو او خوراکي موادو مرستې وکړي.

سره لدې چې په ډیری سیمو کې د سیلابونو اوبه کمې شوې خو لا هم ګڼ شمیر خلک خپلو کورونو ته ندي ستانه شوي او په خیمو او موقتي کمپونو کې ژوند کوي.

د روغتیایي چارو مسؤلینو په پاکستان کې د معدې او کولمو د مکروبي کیدو، د ډینګې تبې او ملاریا د لا زیاتیدو خبرداری ورکړی چې وار د مخه یې ګڼ شمیر خلک نیولي.

د ولاړو او ګنده شویو اوبو له کبله د هغو غوماشو شمیر هم ډیر شوی چې دغه ناروغۍ د یو انسان نه بل انسان ته وړي.

په ټول پاکستان کې د سیلابونو او بارانونو له کبله څه باندې ۶۶۰۰۰ زره کسان چې میرمنې او ماشومان پکې شامل دي، په موقتي کمپونو ژوند کوي ځکه چې کورونه یې ړنګ شوي او یا خوندي سیمو ته یې ځانونه رسولي دي.

پاکستان تر ډیره پخپلې کرنې متکي دی خو کله نا کله د افغانستان او نورو هیوادونو څخه غنم واردوي.

اوس دا هیواد د ګڼ شمیر هیوادونو سره په خبرو اخته دی چې د غنمو تر څنګ سبزیجات هم د افغانستان او نورو هیوادونو څخه وارد کړي.

د سیند ولایت جنوبي برخې او همدارنګه د پنجاب ولایت چې د پاکستان لپاره د کرنې له پلوه مهمې سیمې دي او ډیری خوراکي مواد او سبزیجات په همدې دوو سیمو کې کیږي، تر تیرې اوونۍ پورې یې اکثریت سیمې د اوبو لاندې وې.

XS
SM
MD
LG