د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې استازی: افغانې مېرمنې باید عمومي ژوند کې بشپړ مشارکت ولري


په افغانستان کې د طالبانو لخوا په ښځو باندې د محدودیتونو په اړه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي چې افغان نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي او ښځې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

توماس نیکلاسن د چهارشنبې په ورځ جون لومړۍ (غبرګولې ۱۱) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي هغه ناسته چې د قزاقستان په کوربتوب په هغه هیواد کې وشوه، د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه وشول.

په دغه ناسته کې د اروپايي ټولنې د استازو تر څنګ د مرکزي اسیا هیوادونو چارواکو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې دیبرا لاینز هم ګډون کړی و.

ښاغلي نیکلاسن زیاته کړې: "ښځې او نجونې باید وکولای شي چې ښوونځي ته ولاړې شي،په عمومي ژوند کې بشپړ مشارکت ولري. موږ د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د ابتکاراتو ستاینه کوو او د سیمې د ثبات د اهمیت لپاره د خبرو پر دوام مو ټینګار وکړ."

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه نهه میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دنجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

په همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، په داسې حال چې طالبانو د نجوونو ښوونځيو پرانیستلو په اړه یوه نهه کسیزه کمېټه رامنځته کړې، خو وايي چې تر اوسه یې د دغه کمېټې د کار پیلولو په اړه معلوت نسته.

دغه بنسټ زیاته کړې: "طالب چارواکو څو ځله ویلي چې د نجونو ښوونځي به ژر پرانیستل شي، خو ۲۵۶ ورځې تیریږي چې نجونې نشي کولای ښوونځیو ته ولاړې شي."

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون، اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او د ښځو د ملاتړ نورو بنسټونو هم له طالبانو څخه په ټینګه غوښتي وو چې د ښځو په وړاندې خپل سیاستونه بدل کړي او د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي هم پرانیزي.

د افغان نجونو او ښځو د حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري تر دې مخکې ویلي وو که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید د ښځو حقوقو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG