د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۸۹٪ کورنۍ د نغدو پیسو په بڼه مرستې غواړي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې ملګري ملتونه پلان لري چې یو میلیون اړمنو افغانانو کورنیو ته د نغدو پیسو په بڼه مرستې برابرې کړي.(عکس ارشیف).
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې ملګري ملتونه پلان لري چې یو میلیون اړمنو افغانانو کورنیو ته د نغدو پیسو په بڼه مرستې برابرې کړي.(عکس ارشیف).

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د هغوی د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د نغدو مرستو برابرول مهم بولي او وايي چې په دغه هیواد کې ۸۹ فیصده کورنۍ د نورو بشري مرستو په پرتله د نغدو پیسو په بڼه مرستې خوښوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ پنځم (سلواغې ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې ملګري ملتونه پلان لري چې یو میلیون اړمنو افغانانو کورنیو ته د نغدو پیسو مرستې برابرې کړي.

اوچا ویلي: "په افغانستان کې نغدې مرستې کورنیو ته ددې توان ورکوي چې په انفرادي ډول د خپلو اړتیاو لومړیتوبونه لکه خواړه، درمل او د ژمي لوازم وټاکي. ۸۹ فیصده کورنۍ د مرستو دا ډول با عزته بڼې ته ترجع ورکوي. په ۲۰۲۵ کال کې د بشرپالانو هدف دادی چې تر یو میلیون پورې اړمنو کورنیو ته نغدې مرستې برابرې کړي".

ملګري ملتونه وايي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د نفوس نیمايي ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او ددې سربیره په دغه هیواد کې د حاکمو چارواکو [طالبانو] له خوا د بشري حقونو اړوند د محدودیتونو دوامداره تحمیلولو د ښځو، نجونو، هلکانو، ځوانانو او د زیانمنوونکو ډلو د ساتنې په برخه کې ګواښونه لا زیات کړي او د ژوند د ژغورنې اړینو خدمتونو او د معیشت په برخه کې فرصتونو ته یې د هغوی لاس رسی محدود کړی، چې د هرکال په تیریدو د هغوی اړتیاوې زیاتې شوی دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت یادونه هم کړې او ویلي دي چې د اقتصادي بحران له امله انکشافي چارو لپاره بودیجه کمه شوې او ورسره د اساسي خدمتونو د برابرولو په برخه کې چې د معیشت لپاره فرصتونه رامنځ ته کړي د حاکمو چارواکو [طالبانو] ظرفیت کم شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې دا وضعیت د بې کارۍ، کم کارۍ، د کورنیو پوروړي کیدل او په پراخه کچه بې وزلې د پاتې کیدو سبب شوې ده چې تر ۴۸ فیصدو پورې د دغه هیواد پر وګړو باندې اغیز کړې او د خدمتونو او توکو ته د هغوی د لاس رسي وړتیا یې محدوده کړې ده.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې موسمي او اقلیمي ټکانونه او طبیعي ناورنینونونو د خلکو اړتیاوې لا زیاتې کړي دي. په دې راپور کې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د "لانینا" په نوم د وچکالۍ د وضعیت دوام یادونه هم شوې او ویلي دي چې دغه وضعیت د واورې او باران د اورښت د کچې کمیدو په اړه په هغو سمیو کې کرهڼه چې د باران د اوبو سره تړاو لري د وچکالۍ ورته وضعیت په هکله په ځانګړي ډول شمال ختیځ، شمالي او شمال لودیځو سیمو کې اندیښنې را ولاړې کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلنو د ژمي موسم کې د وضعیت ښه کیدو په اړه د پام وړ بدلون رامنځ ته کیدو سره سره په دغه هیواد کې لوږه په پراخه کچه پاتې ده او په روان ۲۰۲۵ کال کې ۱۴.۸ میلیونه وګړي په ډیره لوړه کچه د خوړو د نه خوندیوب سره لاس او ګریوان دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د اوږدې مودې لپاره د خوړو نه خوندیتوب مسلې د اوبو او حفظ الصحې په برخه کې محدودیتونواو روغتیايي خدمتونو ته نه لاس رسي مسلې ددې سبب شوي چې د ماشومانو او امیدواره میاندو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ کچه لا پراخه شي او د هغو ولسوالیو شمیر چې په ۲۰۲۴ کې په کې خوارځواکي په شدید ډول موجوده وه له څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۵۶ ته لوړ کړي .

ملګرو ملتونو ویلي چې اوس مهال افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان او ۱.۱ میلیون میندې په خوارځواکۍ اخته دي، چې درملنې ته اړتیا لري.

په دې راپور کې په روان ۲۰۲۵ کال کې د موسمي سیلابونو د راوتلو د ګواښ یادونه شوې او ویل شوي چې سیلابونه د نورو زیانونو سربیره د کرهڼې فصلونه هم له منځه وړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې د سیلابونو له امله ۱۷۳ زره کسان زیانمن شوي وو.

همداشان په دې راپور کې د پاکستان څخه افغانستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې وروسته د افغان کډوالو د سیتنیدلو مسلې یادونه هم شوې او ویل شوي چې که څه هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر یو څه ورو شوی، خو ایران ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې له دغه هیواد څخه ۲ میلیونه افغانانو د شړلو پلان لري.

ملګري ملتونه وايي چې په روان کال کې یې په افغانستان کې ۱۶.۸ میلیونو افغانانو ته د بشري مرستو د چمتو کولو پلان ترتیب کړی دی .

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG