د لاس رسي وړ اتصالات

د چین ولسمشر په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ولاړ


د چین ولسمشر شي جینپینګ او د سعودي عربستان شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان
د چین ولسمشر شي جینپینګ او د سعودي عربستان شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان

د چین ولسمشر شي جینپینګ د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیدنۍ ۱۶) په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ورسید.

ددغه سفر هدف د نورو موضوعاتو تر څنګ په انرژۍ د سیمې له مشرانو سره بحث ښودل شوی دی.

دا د ۲۰۲۰ کال په پیل کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته نورو هیوادونو ته د چین د ولسمشر دریم او د تیلو ستر صادرونکي هیواد سعودي عربستان ته له ۲۰۱۶ کال راوروسته لومړی سفر دی.

د سعودي عربستان دولتي رسنۍ ویلي دي چې د چین ولسمشر به په دې درې ورځني سفر کې د سعودي عربستان له پادشاه ملک سلمان او ددغه هیواد له شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان سره په دوه اړخیزو ملاقاتونو سربیره، د ګلف د همکاریو شورا په غونډ کې ګډون وکړي.

تمه کیږي چې د تیلو مارکیټونه به د چین او سعودي عربستان د مشرانو ترمنځ د بحثونو مهمه اجندا وي، په خاص ډول په مارکیټونو کې هغه تحولات چې په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته رامنځ ته شوي دي.

د جي-۷ ډلې او اروپایي ټولنې منابعو ته د کرملن د لاسرسي د مخنیوي په هدف د جمعې په ورځ د روسیې د یو بیرل تیلو لپاره د ۶۰ ډالرو د قیمت سقف وټاکه. هغه اقدام چې په مارکیټونو کې د لا زیاتو بې باوریو لامل شو.

د سعودي عربستان او روسیې په مشرۍ اوپک پلس د یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې په ورځ کې به د تیلو د دوو میلیونو بیرلو کموالی چې په اکتوبر میاشت کې پرې هوکړه شوې ده، وساتي.

سعودي عربستان او چین ددې سفر د اجنډا په اړه لږ معلومات ورکړي دي خو د عربستان حکومت ته نږدې کارپوه علي شهابي ویلي چې تمه کیږي" یو شمیر قرار دادونه لاسلیک شي.

کارپوهان وایي د دواړو هیوادونو مشران به احتمالا له انرژۍ هاخوا په هغو سترو پروژو کې د چینایي شرکتونو په ونډه هم بحث وکړي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان یې د انرژۍ د عوایدو تر څنګ، د نورو پروژو له لارې د اقتصاد د تنوع لپاره په پام کې لري.

په دې پروژو د NEOM په نامه یو ۵۰۰ میلیارد ډالري ډیر ستر ښارګوټی هم شامل دی چې تر ډیره به د څیرې د شناخت په ټکنالوژۍ او نظارت سمبال وي.

له واشنګټن سره تاوتریخوالي

په اکتوبر میاشت کې د اوپک پلس له خوا د تیلو د تولید د کموالي موافقه د دوو پخوانیو ملګرو هیوادونو سعودي عربستان او متحدو ایالتونو اړیکو ته یو بل ګزار وو.

داسې ویل کیږي چې سعودي‌ عربستان ته به د شي سفر په واشنګټن کې په دقیقه توګه وڅارل شي، هغه څه چې اغلبا ویل کیږي د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته له سعودي عربستان سره د تیلو د امنیت همکاري هم پای ته رسیږي.

چین او سعودي عربستان له وړاندې د وسلو د پلور او تولید په هدف مشترک کار هم پیل کړی دی.

اما کارپوهان وایي بیجینګ نه هغه امنیتي تضمینونه رامنځ ته کولی شي چې واشنګټن یې رامنځ ته کولی شي او نه یې هم علاقه مندي ورسره لري.

XS
SM
MD
LG