د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن حکومت او حوثي یاغیان د سولې خبرې کوي


د یمن د حکومت او حوثي شعیه یاغیانو استازي روانه اوونۍ په سویډن کې د سولې خبرې کوي.

ملګري ملتونه وایي چې هغوي د کوم غټ سیاسي پرمختګ تمه نلري خو هیله لري چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره واړه ګامونه واخیستل شي.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیرې کیرمن پیرس ویلي دي چې ټولې ډلې د سویډن پایتخت سټاکوم ته رسیدلي او هیله یې وښوده چې ټولې ډلې به د ملګرو ملتونو سره په ښه نیت خبرې پیل کړي.

ملگري ملتونه د څه مودې راهیسې کوښښ کوي چې د یمن حکومت او مخالفین یې د سولې لپاره مخامخ خبرې وکړي. هم د دغو هڅو په لړ کې د ملګرو ملتونو خاص استازی تیره میاشت د حوثیانو د مشر عبدالمالک الحوثي سره د خبرو لپاره د یمن مرکز صنعا ته سفر وکړ او هغه یې د حکومت سره خبرو ته وهڅوو.

د یمن حکومت چې په نړیواله سطح د یمن پیژندل شوی حکومت دی او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه یې ملاتړ کوي او حوثي شعیه یایغان چې ایران یې ملاتړ کوي، ویلي دي چې هغوي د سولې غوښتونکي دي.

د یادونې وړ ده په یمن کې د اکمالاتي لارو د بندېدو له وجې سلګونه زره خلک له قحطۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG