د لاس رسي وړ اتصالات

 د امریکا حکومت د بازارونو په بیرته پرانستلو غور کوي


د کروناویروس له امله په امریکا کې ترشلو میلیونو زیات خلک بی روزګاره شوي دي.
د کروناویروس له امله په امریکا کې ترشلو میلیونو زیات خلک بی روزګاره شوي دي.

د ټرمپ حکومت د ایالتي ادارو غواړي چې په ګرځیدو محدودیتونه کم کړي او ځنې کاروبارونه ورو ورو بیرته پرانیزي.

حکومت په سپینه ماڼۍ کې د خپلو ځینو مامورینو په کروناویروس د اخته له جنجال سره هم مخ دی. تراوسه لږترلږه د سپینې ماڼس دوه کارکوونکي د کوید-۱۹ ناروغۍ معاینې مثبتې تشخیص شوي. یو د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نژدې همکار او بل د جمهور رئیس د معاون مایک پنس مطبوعاتي مسؤل دی.

د مایک پنس یو ویاند وویل، د مرستیال جمهور رئیس معاینه منفي وه او د دوشنبې په ورځ (می ۱۱) به سپینې ماڼۍ ته ستون شي او د ایالتي والیانو سره به ویدیويي غوڼډې وکړي چې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ځنې کاروبارونه بیرته پرانیزي.

د کرونا وبا یوازی روغتیا ته خطر نه دی پېښ کړې، بلکې د امریکا اقتصاد يی هم زیانمن کړی. په اپریل میاشت کې په امریکا کې د شل اعشاریه پنځه میلیون خلکو کارونه بند شوو. د سپینې ماڼۍ د اقتصادي ملي شورا رئیس لئري کدلو وایي دا وضعیت به ژر سم نشي.

خو د امریکا د اسهامو په بازار کې بیا ددی ټولې بی روزګارۍ سره سره، یوڅه ګټه شوې ده. څیړونکې لیز ان سندرس پدې باور ده چې د حکومت لخوا د نغدو پېسو مرسته ددی ګټې یو عمده علت دی.

اوس چې د ځینو کاروبارونو د بیرته پرانستو تدابیر نیول کیږي، خلک به دیته مجبور شي چې د کار کولو او په کروناویروس د اخته کیدو د خطر په وړاندې جدي پاملرنه وکړي. اکثریت اقتصاد پوهان وایي اقتصادي پرمختګ به بیرته هله پیل شي چې د کروناویروس واکسین جوړ شي.

ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدلی شئ:

covid19 and us economy reopen
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

XS
SM
MD
LG