د لاس رسي وړ اتصالات

ملت د ادارو په رول بحث ته ضرورت لري - خاقان عباسي


د پاکستان د اوسني حکومت نن یعني د چارشنبې ورځ ( می ٣١) د حکومتې دوری اخیرۍ ورځ ده.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ملکي او پوځي مشرانو د تعلقاتو په اړه وویل چې پکار ده د پوځي او عدلي ادارو په رول بحث وشي.

ښاغلي عباسي یوې مطبوعاتي غونډې ته په وینا کې وویل "ما څو وارې په پارلمان کې هم دا خبره کړیده چې محکمې او د حساب کتاب ملي اداره (نیب) د پاکستان د حکومت په کارونو کې مداخله کوي او هغوي کار ته نه پریږدي. پکار ده چې دنوي حکومت د جوړیدو نه مخکې په دی مهمه موضوع بحث وشي."

د پاکستان د حکومتي او پوځي ادارو ترمنځ د خرابو تعلقاتو په اړه د ډیر وخت راهیسې راپورټونه خپاره شویدي او د تعلقاتو سمولو لپاره وړاندیزونه هم شویدي.

د یادونې وړ ده چې د مسلم لیگ نون گوند مشر نواز شریف د پاکستان سترې محکمې د پیسو د ملک نه په غیر قانوني توگه دباندې د انتقالولو د یوې قضیې د راسپړیدو نه وروسته د صدراعظمۍ دندې لپاره نا اهل کړ . نواز شریف تور لگوي چې محکمې د پوځ په خوښه دغه کار کړیدی.

په پاکستان کې به راتلونکي پارلماني او د صوبایي اسمبلیو انتخابات د جولایي په ٢٥ نیټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG