ټیلرسن: ایران اتومي موافقې ته ژمن و خو ټرمپ لا بهتره تگلاره غواړي

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د یکشنبې په ورځ وویل چې ایران د اتومي وسلو په سر شوي موافقې ته ژمن و خو د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه موافقه ځکه ختمه کړه چې غواړي کانگرس لا نوره ښه تگلاره غوره کړي او چې په موافقې کې کوم اشتباهات دي هغه سم شي.

د امریکا یو لوړپوړي دپلومات د سي این این ټلویژن ته وویل "د موافقې سره سم ایران د خپل اتومي وسلو د پروگرام د مخنیوي لپاره په تخنیکي توگه سم اقدامات کړي و. او دا فیصله دې اوس کانگرس وکړي چې ایا په ایران به هغه بندیزونه یو ځلې بیا ولگول شي چې د ٢٠١٥ کال د موافقې نه مخکې پرې لگیدلي و او کنه."

ټیلرسن وویل چې ټرمپ غواړي کانگرس یوه داسي تگلاره ولټوي چې هغه په مکمله توگه سمه وي او د ایران نه چې کوم پراخ خطرونه راپیښ دي هغې ته پام وشي. ټیلرسن وویل چې د ایران هغه فعالیتونه چې په منځني ختیځ کې یې کوي او پارونکي پوځي اقدامات هغه څه دي چې د هغې په اساس به د ایران په هکله نوي تگلاره جوړه شي.

ولسمشر ټرمپ د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي موافقې په اړه په خپله وینا کې ویلي دي چې د خپلو متحدینو سره یوځای له نژدې د ایران اټومي فعالیتونه څاري او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به امریکا ددې تړون نه وباسي.