افغانستان: که زمونږ مقررات ونه منل شي فیس‌بوک به وتړو

د افغانستان د مخابراتو وزارت خبرداری ورکړی که په افغانستان کې د فیسبوک شرکت د فعالیت د څرنگوالي په هکله وړاندیز شوي مقررات په شپږو میاشتو کې ونه منل شي، ددې شرکت خدمتونه به بند کړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد گل اریوبي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د فېسوک جعلي اکاونټونو چې خلک ترې غلطه استفاده کوي او خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی باید وتړل شي.

"د دې لپاره چې د ملک امنیت په نظر کې ونیسو، د ځوانانو راتولونکی په نظر کې ونیسو،هغه کورنۍ چې هغوی ته ستونزې جوړېږي هغوی بدنامېږي، د هغوی مخنیوي وکړو فېسبوک ته زه ډېر نه شپږ میاشتې وخت ورکوم چې، شپږو میاشتو کې زموږ ټولې پالیسۍ ومني که چیرته دا مني په افغانستان کې به فېسبوک بند وي."

ښاغلي اریوبي وویل چې پدې هکله یې په رسمي توگه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې د فیسبوک شرکت سره تماس نیولی او له هغوی څخه جدي غواړي چې د "افغانستان قوانینو ته درناوی" وکړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر وايي، اترا اداره یوه میاشت وخت لري چې له خلکو سره کړي ژمني عملي کړي.

شهزاد ګل اریوبي د شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۴مه» وویل چې یادي ادارې له خلکو سره شل ژمني کړي چې د نوموړي د معلوماتو له‌مخې تر دامهاله یې یوه ژمنه نه ده عملي کړې.

نوموړي زیاته کړه"موږ اترا ته یوه میاشت وخت ورکوو، چې دغه شل مادې یا دغه شل ژمني چې تاسو له خلکو سره کړي دي،دا په یو میاشت کې باید عملي کړي، د خلکو مشکلاتو ته باید په یوه میاشت کې رسیدګي وکړي."

هغه وویل "د فیسبوک د اکونټونو ثبت او راجستر باید د اسنادو له مخې وشي نه دا چې یو سړی راشي او ځان ته یو حساب پرانځي او څرگنده نه وي چې خاوند څوک دی".

په افغانستان کې فیسبوک پدې وروستیو کلونو کې زیاته وده کړې ده. د عادي خلکو تر څنگ د افغانستان سیاسي مشران هم د ټولنیزو رسنیو نه گټه اخلي. خو د جعلي حسابونو فعالیت تل د بحث وړ موضوع وه او ده.

د فیسبوک شرکت پدې وروستیو کې اعلان کړی دی چې په پام کې لري هغه جعلي حسابونه بند کړي چې پدې ټولنیزه رسنۍ کې فعالیت لري او پدې لړ کې یې په پاکستان او هند کې یو شمیر حسابونه تړلي دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر همداشان ویلي چې اترا اداره یوه میاشت وخت لري چې له خلکو سره کړي ژمني عملي کړي.

شهزاد ګل اریوبي د شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۴مه» وویل چې یادي ادارې له خلکو سره شل ژمني کړي چې د نوموړي د معلوماتو له‌مخې تر دامهاله یې یوه ژمنه نه ده عملي کړې.

نوموړي زیاته کړه"موږ اترا ته یوه میاشت وخت ورکوو، چې دغه شل مادې یا دغه شل ژمني چې تاسو له خلکو سره کړي دي،دا په یو میاشت کې باید عملي کړي، د خلکو مشکلاتو ته باید په یوه میاشت کې رسیدګي وکړي."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل، که اترا اداره دا کار نشي کولای له ولسمشر غني څخه به وغواړي چې دغه اداره بېرته د دغه وزارت په چوکاټ کې راولي.